تاند- ازبکستان او جرمني به د افغانستان د مزارشریف – هرات د رېلار، د سرخان – پُلخمري د برښنا مزو، بېلابېلو سړکونو او بېخبنايي (زېربنا) پروژو مالي سرچینې برابرې کړي.

د تریند د راپور له مخې، دا خبره د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د دواړو هیوادونو د ځانګړو استازو له کتنې وروسته وکړه.

دواړو خواوو زیات تمرکز د افغانستان په اړه د تاشکند د اعلامیې د سپارښتنو پر عملي کېدو وکړ. دا موافقه د سږ کال د مارچ په ۱۷ مه د افغانستان په اړه د تاشکند په نړیوال کنفرانس کې تصویب شوې وه.

د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر خاص استازي له جرمني وغوښتل چې د افغانستان لپاره د ازبکستان په تعلیمي هلوځلو کې ګډون وکړي.

ده وویل چې ازبکستان په ترمز (د افغانستان پوله) کې د افغانانو د روزنې لپاره تعلیمي مرکز جوړ کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *