په افغانستان کې د رښتنې سولی، ملی يووالی اوعادلانه انتخاباتو د منځ ته راتګ په خاطر د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر په شلمه نيټه د امريکا د متحده ايالاتو په کانګرس کې د افغانستان د ازادی ملی يووالی او خپلواک افغانستان ملی حرکتونو په بلنه يو سمپوزیم يا ناسته جوړه شوې وه.
په ناسته کې د يادو غورځنګونو تر څنګ د هيواد د ملی سياسی حلقو ځينی مشرانو، ټولنيزو شخصيتونو، سياسی څېرو د امريکا د کانګرس ځينو غړو او د نورو دولتی ادارو چارو واکو ګډون کړی ؤ. د غونډې په درويشتو ويناوالو کې اتلس افغانان دوه سناتوران او د دريو اړوندو ادارو استازي شامل ؤ د غونډی برخه والو د خبرو او خپل منځي مشورو څخه وروسته اوسنیو سياسی امنيتی حالاتو ته په پام د افغان کشالی د حل لپاره په لاندينۍ پریکړه ليک يو شان نظر څرګند کړ.
۱ـ سوله، امن او ملی يووالی د افغانستان د خلکو بنسټيزی اړتياوې دي.
۲ـ د هيواد په روانو سیاسی امنيتی حالاتو کې عادلانه انتخابات ناشوني دي.
۳ـ د پخوانيو ترخو تجربو له مخې فرمایشي او نمايشي انتخابات نه يواځې سوله نشی را وستلی بلکې د مخکې په څير د راتلونکو ټاکنو مشروعيت هم تر پوښتنې لاندې راولي.
۴-ـ د افغانستان په اوسنی وضعه او جنګی حالت کې انتخابات تش په تشه یو شعار يا د انتخاباتو پيښې او نمايش دی.
۵ـ د افغان ولس لومړنی اړتيا د جګړی ختميدل او د سولې راتلل دي. دغه هدف ته د رسيدو لپاره د ټولنی اکثریت وګړو په اراده د ولاړ نظام او د جګړی د دوه مخامخ اړخونو د روغی جوړی څخه پرته بله لاره ستوغه او ناشونی ده.
۶ـ د روان سياسی امنيتي بحران د پای او ډاډمن امن ثبات ته د رسيدو ښه وسيله د انتقالی دورې او مؤقت مشرتوب منځ ته راتګ دی.
۷ـ د دری څلورو کلونو لپاره د داسې مؤقتې انتقالي ادارې جوړيدل چې غړی يي د جګړی د متخاصمو اړخونو پر ځای ملي بی پری تکنوکرات او ايماندار افغانان وي د اوس وخت سياسی او ملي اړتيا ده.
. ۸ـ افغانستان او نوره نړی کې ميشتو افغانانو ته د مؤقت انتقالی حکومت مفکوره تر ډیره کچه د پام وړ ګرځيدلی زمونږ ځوان نسل، عام ولس، یو څه لوستو افغانانو، استادانو، فرهنګی اجتماعی کړيو او د جنګ، فساد ضد هيوادوالو يي کلک ملاتړ کړی.
. ۹ـ د افغانانو د اتحاد او هيواد کې د نوموړی مفکوری د پراختيا لپاره يوې سياسی کميټی ته اړتيا ده تر څو د یوې جبهی د جوړښت او عملی کار په وسيله په افغانستان يا بهر کې هماغه افغانی جرګه جوړه شی چی د افغانستان د ننيو واقعیتونو پر ژوره پيژندنه د انتقالي دورې د منځ ته راتګ تصميم ونيسی.
۱۰ـ د مستقلې ملې جبهې د ترکيب په اساس د انتقالي ادارې لومړنی ګام به په ټول هيواد کې د سمدستی اور بند او جنګ بندی منځ ته راوړل وي.
۱۱ ـ د مؤقتی حکومت کاري موده، دندی او صلاحيتونه د ملی جرګی په وسيله تثبتيږی.
۱۲ـ د مؤقت حکومت مشر نه شی کولی چی په مؤقتی انتقالی دوره پسی لومړنيو ټاکنو کې ځان نوماند کړی
. ۱۳ـ په انتقالي دوره کې د پارلمان او قضائیه قوې صلاحيتونه همدغه سرپرست حکومت ته انتقاليږی.
۱۴ـ د مؤقتی انتقالی حکومت د بري لپاره د نړيوالې ټولنې په خاصه توګه د امريکا د متحده ايالاتو کومکونه ځانګړې اړتيا ده. دغه کار ته شرایط برابرول د حکومت لومړنی دنده ګڼل کيږی.
۱۵ـ د ملګرو ملتو د مؤسسې او د اسلامي هيوادو له ټولنې څخه غوښتنه کيږي چی دا مرحله وڅاري او په عملي اړخ کې يې ونډه واخلي.
. ۱۶ـ د مؤقت انتقالی حکومت د واکمنۍ په موده کې به د هيواد امنيتي چارې د افغاني امنيتي قواو پرغاړه وي. خو په ځانګړو حالاتو او معلومو ناکراره برخو کې به مؤقت حکومت د ملګرو ملتو د سوله ساتو ځواکونو څخه مرسته غواړی چی دا کومک د ملګرو ملتونو او مؤقت حکومت تر منځ د ځانګړي تړون پر اساس عملي بڼه غوره کوي.
و من الله توفيق د ۲۰۱۳ د سپتمبر۲۰
حیات پیاوړی
دا یو مسلم حقبقت دۍ چه په جګړه ایز حالت کې انتخابات کول دیوه کوچنی اقلیت راېې(وټونه)راټولول دی،چه په هېڅ وجه دټول افغان ملت نمایندګی نه شی کولئ.په دې ټول ټاکنو سره به بیا نشنلست لګه کیو ته دا بهانه جوړه شی چه پښتانه په افغانستان کې اکسریت نه دی .دولسی جرګې له پاره دتېر کال په انتخاباتو کې دغزنی ولایت نه ټول غیر پښتانه بریالی شوی وو،په داسې حال کې چه دغزنی مطلق اکسریت اوسیدونکی پښتانه دی.جنګ په هغه صورت کې ختمیداشی او صلحه راتلی شی چه په ټول ټاکنو کې دافغان ملت ټول کلی اوبانډې برخه واخیستللئ شی.ټولو ته معلومه ده چه اوسنئ دولت په زیتره ولسوالیو کې پورن واک نه لری .څرنګه چه داوسنی افغان دولت په واک کې پوره اختیار نشته نو لدې کبله د امریکا او دانډیوالانو ېې دا دنده ده چه د ملی روغې جوړې لپاره هغه چاته لاس ورکړی چه دصلحې دبهیر سره مرسته کولئ شی .دا به هم دافغانانو له پاره ګټوره وسیله وی اوهم به دغربیانو لپاره ابرومندانه چاره وی.مننه