لیکنه: عبدالکبیر صالحی

د رسول الله ص له رحلت سره سم، انصارو د سقیفه بن ساعده په لور، چې د دوی راټولیدو او پریکړو ځای وو؛ منډه واخیسته او د خپل راتلونکي خلیفه د ټاکلو لپاره یې چڼې وهل پیل کړل.

حضرت عمر فاروق، چې له دې قضیې خبر شو، له ابوبکر صدیق او ابو عبیده سره سقیفه بن ساعده  ته راغی، وروسته له اوږدو خبرو، دلایلو او جنجالونو یې خلک دېته قانع کړل، چې د اسلام د لومړي خلیفه په توګه له حضرت ابوبکر صدیق سره بیعت وکړي.

له حضرت علی، عباس او د بني هاشمو د قبیلې له ځینو مشرانو پرته، ټولو له ابوبکر صدیق سره بیعت وکړ، حضرت علی له ابوبکر صدیق سره ځکه بیعت ونکړ، چې ځان یې تر ده ډیر د خلافت وړ باله.

د اهل تشیع د ادعا بر خلاف حضرت علی  په دې کشمکش او جربحث کې د (غدیر خم) پيښې او د (مَن کنتُ مَولاهُ…) حدیث ته هیڅ اشاره ونکړه، چې ګوندې دی د الله ج او رسول الله ص له لورې خلیفه ټاکل شوی، بلکې د هغه ټول استلال پر دې وو، چې دی د نبی کریم ص د کورنۍ تر ټولو نږدې کس دی، او دی باید خلیفه وټاکل شي. علی به ویل، چې دی د خلافت وړ دی، ځکه د رسول الله ص د تره زوی او زوم کیږي.

د همدې استدلال له مخې به د شپې لخوا د حضرت فاطمه الزهرا سره یو ځای د انصارو په کورنو ګرځيده او د بیعت غوښتنه به یې ترې کوله.

خو خلکو له هغه سره د بیعت د نه کولو لپاره ځینې دلایل لرل:

لومړۍ: خلکو نه غوښتل، چې  د علی د خلیفه ټاکلو له کبله د مسلمانانو تر منځ د خلیفه د ټاکلو معیار د رسول الله ص سره کورنۍ نسب ته واړوي.

دوهم: دې وخت کې علی د دیرشو کالو وو، او خلکو د ده عمر د خلافت وړ نه باله، بلکې لا ډیر وخت وو، چې د علي ذهن او مغز د پختګۍ حالت ته ورسیږي،  تر ده یې د عمر او سیاسي تدبیر په لحاظ حضرت ابوبکر صدیق د دې وړ باله، چې د خلافت په کرسۍ کینې.

دریم: حضرت علی د بدر، اُحد او خندق په غزاګانو کې د قریشو ډير شمیر قومې مخور وژلي وو، نو په همدې لحاظ اکثره قریشو له علی سره په زړونو کې کینه ساتله او نه یې غوښتل چې خلافت ته ورسیږي.

دې ټولو دلایلو د علی خلافت ډير وځنډاوه، او بالاخره په ۳۵ هجري کال کې حضرت علي خلافت ته ورسید او له ګډوډۍ او بحرانونو یوه ډکه خلافتي دوره یې تجربه کړه. علی د حضرت عمر فاروق او ابوبکر صدیق په شان د عربو په قومې او سیاسي مسائلو ډیر نه پوهیده، له همدې وجې یې د بحرانونو او سیاسي لانجو د حل لپاره کومه لار نلرله، بلکې په دې حساسو شیبو کې د ده ځینو غلطو پریکړو حالات نور هم ترینګلي کړل.

ده له بحرانونو سره د مقابلې لپاره هغومره سیاسي پوهه او تدبیر نه لاره، چې دا ټول مسائل دې مهار کړای شي. ای کاش علی د سیاست پر ځای د علم او معرفت لا ترویج او پراختیا ته خپل ژوند وقف کړی وای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *