د کلیوالو خبره د ټاکنو د کمیسیون د کارکوونکو اوږې به ایله سپکې شوې وي، دا څو ورځې یې غوږونه د الله اکبر له نارو، عدالت، پرمختګ، ښې حکومتدارۍ او برابرۍ له چیغو نه ډک وو. دومره وسله وال، ږیرور او بریتور یې د خپلو میزونو ترڅنګ ولیدل چې ښايي د کورنۍ جګړې په وخت به هم چا نه وو لیدلي. ښه خبره خو داده چې د کاندیدانو د نوملیکنې پاڼه وتړل شوه او که نه خدای خبر دغه اته ویشت کسیز لیست به اوس نور څومره اوږد شوی و. اوس خو پنځه ویشت دولتي څوکۍ خالي شوې، که دا لړۍ لږه غځېدلې وای د کابیني او ولایتونو د نورو څوکیو د تشېدلو وېره هم موجوده وه.

جالبه خو داده چې نړیوال به هم د دموکراسۍ او په ځانګړي ډول د ټاکنو دې تمرین ته ګوته په غاښ پاتې وي، د بن د کنفرانس طراحانو که د ولسمشرۍ د کاندیدانو کش او پش او د هغوی د ټیمونو ترکیبونه لیدلي وي نو خدای خبر څومره به یې خپلو مصلحتي طرحو، قومي او تنظیمي فرمولونو ته خندلي وي.  وایي چې ورانه ده له خانه ده. د بن په کنفرانس کې د خان همدا غوښتنه وه چې قدرت باید په قومي او تنظیمي معیارونو وویشل شي، قدرت باید د کدرونو او متخصصینو پر ځای جنګي ډلو او قومي ټیکدارانو ته په لاس ورکړل شي، که هلته بنسټ پوخ ایښودل شوی وای نو نن به مو دا حال نه و. نن به زموږ کاندیدان خواران له دې سرخوږۍ سره نه و مخ چې په دشت برچي کې یې په هزاره معاون پسې له څپلیو نه د پیاز پوستکی جوړ شي. نن به د اشرف غني په څېر د نړۍ دویم مفکر دې ته اړ نه و چې یو پېژندل شوی نالوستی جنګسالار د خپل لومړي معاون په توګه وټاکي، نن به یوازې په دغه دموکراتیکه لوبه کې تنظیمي مشرانو، قومي ټیکدارانو، په فساد ککړو وزیرانو او والیانو ګډون نه وای کړی، بلکې اوس به په ټاکنیزو ټیمونو کې متخصص، وړ او په هېواد مین کسان له ګټورو اجنډاو، اوږدمهاله پلانونو او ځانګړو پروګرامونو سره د ولس مخې ته درېدلي وای.

په دموکراسۍ کې معمول دادی چې سیاسي بدیل رامنځته کېږي، خو دلته رښتیني دموکراسۍ ته چا کار وکړ، چا ښه سیسټم ته بستر وغوړاوه، چا ددې خلکو په منځ کې فرهنګ جوړونې او فکر جوړونې ته کار وکړ. دلته خو د ټیمونو د پروګرامونو او اجنډاو پر بنسټ نه رامخې ته کېږي، هر مشر او کشر په ترکیب فکر کوي. جهادي شخصیتونه، تکنوکراتان، اصلاح طلبان او نور چنه وهونکي سیاسي څېرې تل ددغسې ترکیبونو په سر کې وي.

زه په دې باوري یم چې د کاندیدانو نوملړ به د ټاکنو تر ورځې پورې فلټر شي ځکه زیاتره د ناسالم رقابت له مخې د سیالۍ میدان ته راننوتي او دا ویره شته چې دغه رقابتونه په وروستیو ورځو کې په ناوړو معاملو پای ته ورسېږي. د ځینو کاندیدانو له تېرو کړو وړو او شخصیتونو داسې معلومېږي چې غواړي راتلونکي کابینې ته لاره پیدا کړي، فکر کوي همدا یې ښه وخت دی چې دیو کاندید په حیث د خپلو مالي، قومي او جهادي امکاناتو او امتیازاتو نه په استفادې سره د خپل زر او زور ننداره وښیي او خپله سیاسي راتلونکې تضمین کړي.

د افغانستان له ډېرو خلکو سره دا هیله وه چې په دغسې یوه حساس پړاو کې باید داسې ټیمونه را میدان ته شوي وای چې د افغانستان د انتقال لس کلنې دورې لپاره یې اغېزناکې اجنډاوې، اوږد مهاله پلانونه او ګټور پروګرامونه لرلی. اوس چې دا کار ونه شو د افغانستان ولس ته په کار ده چې په صبر او حوصلې سره دا پروسه پای ته ورسوي، دمعامله ګرو جغ له خپلو اوږو لرې کړي، دوی باید ګټورو پلانونو او عملي طرحو ته رایه ورکړي نه ترکیبونو ته. هغه څوک چې د ملي وحدت چیغې وهي، پوښتنه ترې وکړي چې په کوم میکانیزم دا کار کولی شې، ملي وحدت دکومې تیورۍ له مخې عملي کوې، د افغانستان اقتصاد څنګه په خپلو پښو دروې. موږ باید په ټولیزو خبرو قضاوت ونه کړو.

ځوان نسل چې تل یې کاندیدان مخاطبوي په کار ده چې وارخطا نه شي، زیاتره ترکیبونه لړزانده دي او ډېری کاندیدان کومه خاصه طرحه نه لري. لا وخت شته چې ددوی پروګرامونه واورېدل شي او انتقادونه پرې وشي. بیا هم د رایو ورځ زموږ په لاس کې ده، که موږ غواړو چې افغانستان له دې بحرانه وباسو او سیاسي کدرونه مو د جنګسالارانو او قومي ټیکدارانو له محتاجۍ خلاص کړو، باید خپل ځواک په زبات ورسوو، دا ځل ثابته کړو چې د رایو مخزنونه تنظیمونه او شخصیتونه نه دي بلکې د رایو بانکونه د افغانستان ځوان نسل دی چې هیلې یې باید په پام کې ونیول شي.

که ددوی په لاس کې وسلې او پیسې دي، ستاسو په لاس کې خپله رایه ده، خپلې رایې ته ارزښت ورکړئ چې د ټوپک ملا ماته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *