پوهنې وزارت د ښوونکو لپاره د لازمو آسانتیاوې د برابرولو په برخه کې له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره د مبایل له لارې د معاشونو د ورکړې په تړاو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
یاد هوکړه لیک، چې پر بنسټ به یې ښوونکي او د پوهنې کارکوونکي پر خپل وخت د مبایل له لارې معاشونه واخلي؛ نن سه شنبه د پوهنې د سرپرست وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر شهزاد آریوبي ترمنځ لاسلیک شو.
د پوهنې سرپرست وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي، چې په دې تړاو یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې، د مبایل له لارې ښوونکو ته د معاشونو ورکړه د ښوونکو د رواني امنیت او د هغوی لپاره د لازمو اسانتیاو د برابرولو په برخه کې یو بې ساری تحول وباله او ددې سیستم پلي کول یې د معارف د ډیجیټلي کولو یو خورا مهم اړخ یاد کړ.
ښاغلي بلخي وویل، چې د بانکي سیستم ترڅنګ د مبایل له لارې د معاشونو ورکړه په معارف کې د معتمدۍ سُنتي سیستم ته د پای ټکی ږدي او په د ې برخه کې د بې ځایه اخاذیو پر مخنیوي سربېره پر خپل وخت د معاشونو د ورکړې تضمین هم کوي. د نوموړي په خبره، چې دغه سیستم خورا شفاف دی او له پوهنې د ملاتړ کال او لسیزې په ترڅ کې د پیل شویو اصلاحي پروګرامونو مهمه برخه جوړوي.
د پوهنې سرپرست وزیر زیاتوي:« څو میاشتې وړاندې مو په امتحاني ډول دغه سیستم په ننګرهار، کندهار او پروان ولایتونو کې پیل کړ، چې په ترڅ کې شاوخوا ۲۰۸۰۰ د پوهنې کارکوونکي او ښوونکي بایومټیریک شوي او عملاً ۴۱۳۰ تنه ښوونکي د یاد سیستم له لارې معاشونه اخلي.»
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزاد آریوبي د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال وویل، چې ددغه تړون پر اساس به لومړی په کابل کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په همکارۍ ۴۳ زره د پوهنې کارکوونکي او ښوونکي بایومټیریک شي او په دویم پړاو کې به د روشن مخابراتي شرکت په همکارۍ په هرات، بلخ، پکتیا، خوست، تخار، بدخشان او لغمان ولایتونو کې ۷۶ زره د پوهنې کارکوونکي او ښوونکي بایومټریک او د مبایل له لارې به پر خپل وخت معاشونه ترلاسه کړي.
د ښاغلي آریوبي په وینا، چې د پوهنې وزارت د پاتې ۱۲۰ زره کارکوونکو او ښوونکو لپاره هم هڅې روانې دي، چې په یاد سیستم کې شامل او له ګټو او مزایاو یې برخمن شي.
د یادولو وړ ده، چې د مبایل له لارې د معاشونو د ورکړې سیستم کې تر نوم لیکنې او بایومټریک وروسته د هرې میاشتې په پای کې د راجستر شويو کسانو مبایل ته د معاش د رسېدو پیغام ورځي او له هغه وروسته دوی کولای شي پر خپل وخت او په ډېرې آسانۍ د افغان بیسیم او روشن مخابراتي شبکو له استازولیو او بانکونو څخه خپل معاشونه ترلاسه کړي.
درنښت
د پوهنې وزارت اړیکو او عامه پوهاوي ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *