تاند- د افغانستان د پوهنې وزارت نن /سې شنبه/ اعلان وکړ چې خپل ۱۳ تنه کارکوونکي او ښوونکي یې د ولسي جرګې په انتخاباتي کمپاینونو کې د ګډون کولو په خاطر له دندو لېري کړي دي.
د دې وزارت ویندویې نوریې نزهت په دې اړه وویل، دغو کسانو د پوهنې وزارت قوانینو ته له پاملرنې پرته په انتخاباتي کمپاینونو کې ګډون کړی وو، له همدې کبله له دندو برطرفه شول.
اغلې نزهت د ولسي جرګې له نوماندانو هم وغوښتل چې په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې د پوهنې وزارت د کارکوونکو له ګومارلو ډډه وکړي، کنې وزارت به د کاندیدانو پر ضد رسمي شکایت وکړي.
د افغانستان د قوانینو له مخې، دولتي چارواکي او کارکوونکي حق نه لري چې په انتخاباتي کمپاینونو کې برخه واخلي یا کوم کاندید ته تبلیغ وکړي.
ټاکل شوې ده چې ۱۲ ورځې وروسته د میزان په ۲۸ مه د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات ترسره شي.