تاند- د نړۍ تر ټولو زیات معتبره یا ټاپ پوهنتونونه د امریکا په متحدو ایالتونو کې دي، ورپسې ښه پوهنتونونه په بریتانیا او سویس کې دي.
په اسیا کې تر ټولو ښه پوهنتونونه په سینګاپور، چین او جاپان کې دي.
خو د نړۍ په ۱۰ تر ټولو غوره یا لومړی درجه پوهنتونونو کې ۵ په امریکا، ۴ په بریتانیا او یو په سویس کې دی.
د بریتانیا اکسفورډ او کیمبریج د نړۍ لومړی درجه پوهنتونونه ګڼل شوي. اکسفورډ ۲۳ زره او ۲۰۰ محصلان لري او کیمبریج نژدې ۲۲ زره.
دا پر له پسې دوهم کال دی چې دا دوه پوهنتونونه په نړۍ کې لومړی او دوهم مقام ګټي.
په امریکا کې د سټنفورډ پوهنتون لومړی مقام لري ورپسې ماساچوسیت د ټکنالوژۍ انستیتیوت او د کلیفورنیا د تکنالوزۍ انستیتیوت دي.
هاروارډ پوهنتون شپږم، پرینسټن اووم او یل پوهنتون اتم مقام لري. له لومړیو دوو پرته له درېم تر اتم پورې پوهنتونونه د امریکا دي، نهم او لسم غوره هم په دغو دوو هیوادونو کې دي.
د بریتانیا د لندن ایمپریل کالج او د امریکا د شیکاګو پوهنتون.
د نړۍ ډېر مهم شخصیتونه د امریکا له هاروارډ او د بریتانیا له اکسفورډ پوهنتونونو څخه فارغ شوي دي. هر کال په ملینونه کسان په دغو پوهنتونونو کې د شاملېدو غوښتنلیکونه لېږي خو محدود شمېر یې منل کېږي.
په دې پوهنتونونو کې د شمولیت شرایط او معیارونه خورا ګرانه دي، همداراز د دغو پوهنتونونو فیس ډېر لوړ دی.
دا پوهنتونونه د محصلانو د شمېر له نظره نه بلکې د زده کړو د لوړ کیفیت له کبله د نړۍ تر ټولو ښه پوهنتونونه بلل شوي دي.