په اسلام اباد کې د هند سفیر

تاند- په پاکستان کې د هند سفیر د ټاپي پروژه د ټولې سیمې لپاره مهمه وبلله، ویې ویل چې که دا پروژه بشپړه شي، د سیمې په ثبات کې به ډېر ښه والی راشي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په اسلام اباد کې د هند سفیر اې جي بساریا وویل، د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د نللیکې پروژه د نوي ډیلي او اسلام اباد لپاره زیات اهمیت لري او دا پروژه د دوو هیوادونو اړیکې ښه کولی شي.

د هند سفیر وویل، د نوي ډیلي او اسلام اباد اړیکې خونده نه لري او تر څو چې دوه هیوادونه په خپل منځ  کې خبرې پیل نه کړي، اړیکې به یې ښه نه شي.

د هند سفیر وویل چې باید چارواکي د ټاپي پروژې د تطبیق په لاره کې امنیتي ستونزو ته د حل لار ومومي.

وسله والو طالبانو د سږ کال په پیل کې ویلي و چې ټولګټو پروژو ته تاوان نه پېښوي خو دې ډلې تر تېرو کلونو سږ کال لا زیات عام المنفعه تاسیسات ویجاړ کړي دي.

دې ډلې یوازې تېره اوونۍ په غزني کې ۴ لوی او کوچني پُلونه ویجاړ کړل.

تمه ده چې دا پایپ لاین، چې یوزرو ۸۱۴ کیلو متره اوږدوالی لري، د راتلونکي ۲۰۱۹ کال تر پایه بشپړ شي او د هند او پاکستان د انرژۍ ستونزې تر ډېره حده حل کړي.

دا نللیکه د هرات، کندهار، کوټې او ملتان په شان له مهمو ښارونو څخه تېرېږي او بیا هند ته رسېږي.

که دا پروژه بشپړه شي، سربېره پر دې چې ملیونونو افغانانو ته به ګاز په پخلي او د ځانونو په تودولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي، افغانستان به د ترانزیت له درکه د کال څه باندې ۴ سوه ملیون ډالره عاید هم ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *