استاد ښکلی

”مسخه” د فرانتس کافکا سيمبوليک ناول دى. د کافکا د نورو داستانونو غوندې دا داستان هم موږ ته اجازه نه راکوي، چې سطحى رياليستک پيغام ترې واخلو، بلکې غواړي، چي لوستونکى يې ”په افسانو کې پټ پراته پيغامونه راوسپړي”.

د کافکا نور ناولونه راته دا لارښوونه کوي، چې د يوه ناول په لوست کې يې دا ځانګړنه هېره نه کړو.

په سيمبوليک کيسو کې د پيغام غوندې واړه او لوى سېمبوليک کوډونه وي. امکان لري، چې لوستونکى ګام پر ګام له وړو وړو کوډونه سره مخ شي، چې په خپله قرينه کې يې بايد راوسپړي. په ”مسخه /Metamorphoses کې هم لوى او واړه سېمبوليک کوډونه شته. لوى کوډ يې په يوه لويه حشره د زمزا اوښتون دى.

”يوه ورځ سهار چې ګريګور زامزا له يوه ستړي خوبه سترګې پرانيستې، ويې ليدل، چې په يوه ډېره غټه او عجيبه غريبه خزنده بدل شوى دى د شا پر تخته پروت او وجوده يې لکه زغره داسې کلک شوى و….”(د جبار فراز ژباړه)

کله چې د خزندې له کوډ سره مخ شو؛ نو پوه شو، چې مخکې د نورو وړو کوډونو د راتګ امکان شته؛ مثلا: وجود يې د زغرې غوندې کلک و، پښې يې وړې وې، خېټه يې غټه وه، نسواري او د کنبدې غوندې بوکه ولاړه وه.

دا ټول کوډونه دي؛ خو د دې کوډونو پر ضمني پيغامونو هله پوهېداى شو، چې لوى کوډ(حشره) پرانيزو(ډيکوډ کړو):

کافکا

پخوانۍ اسطورې وايي، چې بيزو يو وخت انسان و، چې د کوم بد عمل له امله په بيزو واوښته. د داروين ساينسي نظريې دا اسطوره معکوسه کړه او ويې ويل، چې انسان د بيزو غوندې کوم حيوان پرمختللې بڼه ده. خبره که هر څه وي؛ خو په پخوانيو اسطورو او افسانو کې په يوه حيوان د انسان د اوښتو ګڼې بېلګې موندلاى شو. د کافکا په ماډرن زمانه کې له پخوانۍ اسطورې نه استفاده کړې. يعنې د پخوانۍ او اوسنۍ زمانې د پيوستون هڅه يې کړې او دا وړتيا سېمبول لري، چې متضاد شيان سره پوخلا کړي.

خو په واقعيت کې دا شونې نه ده، چې انسان په حشره بدل شي او دا قرينه لوستونکي ته وايي، چې له سېمبوليکې کيسې سره مخ شوى دى. کافکا خيال او واقعيت د يوه سېمبول تر څپر لاندې کېنولي دي؛ خو دا سېمبول موږ متوجه کوي، چې د اوسني عصر د واقعيتونو ننداره پکې وکړو.

دا خوب هم نه دى، چې موږ په اسانه د فرار لار ومومو. زموږ ليکوال چې کومو کيسو ته له واقعيتونو سره سم امکانات نشي برابرولاى؛ نو خوب ته يې يوسي. کرکتر خوب ويني او په خوب کې هره چاره امکان لري او له دې خوبه  موږ د کيسې په پاى کې خبرېږو. دا د کمزورو کيسو ځانګړنه ده. د دې ناول په همغه لومړۍ صحنۍ کې راوي په ”…خو دا خوب نه و” جمله پر موږ دا لار هم بندوي او موږ بايد په دې شو، چې که خوب هم نه دى؛ نو بيا خو سېمبوليکه ځانګړنه لري. دا مو يوې بلې خبرې ته هم متوجه کوي او هغه دا چې که له يوه داستانه د خوب توکي(عناصر) وباسو، د سېمبول پوښ اغوندي.

که د انسان جسم مسخه کېداى نشى؛ فکر خو يې مسخه کېداى شي. يو سړى سم انسان وي؛ خو ښايي حالات يې فکر او اخلاق ورمسخه کړي، انساني خصلتونه ترې واخلى، بېلارې او ظالم يا بدبينه کړي. دا ممکنې ماناوې دي، چې د بل هر سېمبوليک داستان غوندې په دې داستان کې يې هم وړاندوينه کولاى شو؛ خو موږ وينو، چې د ناول دروني واقعيتونه راته د دې مانا د اخيستو اجازه نه راکوي.

د ګريګور زامزا ريىس ډېر بداوشينى سړى دى، چې يو لس دقيقې ناوخته ورتګ هم نشي زغملاى؛ خو زامزا يې بايد هر قهر يوسي، ځکه چې په کور کې يې بل څوک د ګټې نشته او که دى نه وي، وړه خور او مور و پلار به يې څه کوي او له زامزا سره دا شديده وېره تل مله وي، چې رييس يې رخصت نه کړي، ځکه نو تل په منډه وي.

دا ټول توکي مو د اوسنۍ نړۍ ستونزو ته متوجه کوي. د زامزا ريىس که د اوسنۍ پانګوالۍ نړۍ يو سېمبول وګڼو؛ نو پر ډېرو خبرو پوهېداى شو. ريىس په لږ وخت کې ډېر کار غواړي. معاصره نړۍ د کار نړۍ ده. هر سړى بايد کار وکړي؛ خو په دې کار کې دومره ډېرې پيسې نشي ترلاسولاى، چې ژوند پرې ځان ته جوړ کړي. ګټه وټه د پانګوال جيب ته ځي او دى مازې دومره اخلي، چې مياشت يې پرې اوړي. په شلمه پېړۍ کې د کمونيزم نظريې د ډېرو خلکو فکرونه اغېزمن کړل او په دوى کې کافکا هم راتلاى شي.

په دې توګه وينو، چې معاصرې نړۍ انسان مسخه کړى دى. ټولنيزې اړيکې، طبيعي ژوند او روحاني ځواک يې کمزورى کړى دى.انسان، انسان نه دى پاتى، بلکې حيوان شوى دى، چې بايد تل کار وکړي او پيسې وګټي او دا د نوې صنعتي نړۍ غوښتنه ده؛ خو له بله  پلوه ذهنيتونه لا پخواني دي. انسان له ساينس سره سره اوس هم پر اسطورو او خرافاتو باور کوي. پر دې بنسټ نوى انسان زاړه ذهنيت ته د منلو نه دى. که د زامزا رييس د نوې زمانې ښووندوى دى؛ نو د زامزا زاړه مور و پلار د زړې زمانې سېمبولونه دي، چې مسخه شوى زامزا(خزنده) نشي زغملاى. البته خور يې چې د ده د زمانې ده، د ده حالت درک کوي.

د زړې زمانې ټولنيز لاشعور او د نوې زمانې ساينسي پرمختګ او پانګوالي نظام زامزا مسخه کړى دى. هغه بشپړه حشره نه ده، بلکې ذهن او زړه يې اوس هم د انسان دي؛ خو جسم يې مسخه شوى. دا پاراډوکسي حالت د حشرې په سېمبول کې ځاى پر ځاى شوى. سېمبول د متناقضو حالتونو د پيوستون ډګر دى.

د ”مسخې” دا لوى کوډ چې پرانيزو؛ راروانې ټولې پېښې درک کولاى شو. په دې حشره کې د معاصر انسان ذهني اضطراب وينو، چې په معاصره نړۍ کې لالهانده منډې وهي، له پخوانيو باورونو او ژونده هم نشي تېريداى او د نوي عصر پر غوښتنو هم سترګې نشي پټولاى.

دا مسخه شوى انسان به هرومرو د پخوانو او اوسنيو لپاره نااشنا وي او وېرېږي به ترې، که څه هم دى څوک نه وېروي. په ”مسخه” کې لولو، چې ګريګور د چا د وېرولو تکل نه لاره؛ خو خلکو ته نااشنا و او وېره يې ترې کوله.

دا مسخه شوى انسان چې پر نوي ژوند فکر کوي؛ نو ” د ( ټولنيز لاشعور) د پراخې او تشې خونې چې دى يې له ناچاريه پر ځمکې پلنې پرېوتنې ته اړ و، ده ته يو ډول بې دليله ډار وراچوي، په علت يې هم نه پوهېږي، چې د وروستي پينځه کاله هلته اوسېدلى و” او چې کله له نوې زمانې سره مخ شي؛ نو ” په يوه نيم پلان شوي او لږ د شرم له احساس سره په ملګري څرخ به ځان (د پخوانۍ زمانې) تر څوکۍ لاندې پټوي او هلته به د ارام سا اخلي. که په دې کار کې يې پر ملا(چې دلته د ګټې وټې سېمبول ښکاري) زور هم راشي او سر(چې د وياړ او شناخت سېمبول دى) هم پورته نه کړاى شي؛ خو مسخه شوى بدن يې دومره لوى دى، چې تر څوکۍ( د زړې زمانې سېمبول ښکاري) لاندې نه راته.

 په دې توګه د مسخه شوي زامزا په لويه خېټه کې ګڼ سېمبولونه وىنو، چې په خپلو کې د لوى سېمبول لورى تعقيبوي او د دې سېمبوليک اثر موخه راته څرګندوي. د دې سېمبوليک اثر موخه د معاصر بشر ستونزو ته اشاره ده.

بل لوستونکى ښايي له دې ناول نه مختلفه مانا واخلي؛ ځکه سېمبول کې دا وړتيا وي چې ډېرې ماناوې ترې واخلو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *