تاند- د ننګرهار والي حیات الله حیات وايي، په ولایت کې یې ۷۵ وسله والو طالبانو له جګړې لاس اخیستي دي.
ښاغلي حیات وویل، دا ۷۵ وسله وال طالبان د بټي کوټ ولسوالي په بېلابېلو برخو کې د حکومتي ځواکونو پر ضد جنګېدل.
د ننګرهار والي همداراز وویل چې دې کسانو په سلګونو میله وسله هم حکومت ته سپارلې ده.
حیات زیاته کړه«موږ به له طالبانو څخه د بټي کوټ ولسوالۍ د نورو خلکو د اوسېدونکو ترڅنګ د امنیت لپاره د دښمن په وړاندې کار واخلو.»
د طالبانو غړیو، چې د سولې له پروسې سره یوځای شوي، وویل چې پاکستان له دوی سره د افغانستان د دولت پر ضد په جګړه کې کومک کاوه او آی ایس آی وسلې ورکولې.