تاند- راپورونه وايي چې د وسله والو طالبانو په حمله کې لږترلږه ۱۵ پولیس په کندوز ولایت کې وژل شوي دي.
د کندوز د ولایتي شورا یوه غړي امرالدین ولي نن /پنجشنبه/ رسنیو ته وویل، ۱۵ تنه سرحدي پولیس نن د کندوز ولایت په قلعه ذال ولسوالي کې د طالبانو په حمله کې ووژل شول.
د کندور د ولایتي شورا یوه بل غړي سید اسدالله سادات هم وویل چې ۱۵ سرحدي پولیس وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.
۲۱ وسله وال طالبان ووژل شول
له بلې خوا د افغانستان د ملي امنیت د ریاست خاصو ځواکونو په میدان وردک ولایت کې ۲۱ وسله وال طالبان ووژل.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، په دې عملیاتو کې، چې هوايي ملاتړ یې کېده، د طالبانو یو لوی قوماندان هم وژل شوی دی.
ملي امنیت وايي، پر طالبانو داسې مهال په سید اباد ولسوالي کې برید وشو چې هغوی د ولسي جرګې د انتخاباتو د ګډوډولو په هدف پر پلان د خبرو لپاره غونډه جوړه کړې وه.
دا ریاست وايي چې خاصو ځواکونو ۳ طالبان ژوندي هم نیولي دي.