تاند- د سینګاپور هوايي شرکت یوې ایربس الوتکې د سینګاپور – نووارک ترمنځ سفر بې له دې چې د دې اوږدې لارې په منځ کې په کوم هوايي ډګر کې کښېني، وکړ او ریکارد یې ټینګ کړ.
د سینګاپور د هوايي شرکت الوتکې په څه کم ۱۹ ساعتونو کې ۱۵ زره کیلومتره لار کچ کړه.
د سینګاپور هوايي شرکت پنځه کاله پخوا دا پرواز د لګښت د زیاتوالي له کبله درولی و.
د سینګاپور د هوايي شرکت په دې نوې ایربس الوتکه کې ۱۶۱ تنه سپرلي ځایېدل. د دې الوتکې په بیزنیس کلاس کې د خوب د سپرلیو لپاره د خوب ځای هم شته.
تر دې وړاندې د اوږدو سفرونو ریکارډونه د استرالیا او قطر هوايي شرکتونو جوړ کړي وو.
د استرالیا هوايي شرکت بې وقفې د استرالیا له پیرت هوايي ډګره تر لندن پورې بې دمې الوت په ۱۷ ساعتونو کې کړی و. د سږ کال په لومړیو کې د قطر هوايي شرکت یوه الوتکه له دوحې څخه د نیوزیلنډ تر اکلنډ پورې مزل وکړ.
د سینګاپور د هوايي شرکت الوتکه د پنجشنبې په ورځ /اکتوبر۱۱/ د سینګاپور له چانګي هوايي ډګره والوته، بې له دې چې چیرې کښېني، د امریکا د نووارک لیبرټي هوايي ډګر ته په ۱۹ ساعتونو کې ورسېده
د سینګاپور هوايي شرکت دا الوت د دې لپاره پیل کړ چې ډېر خلک غواړي چې بې وقفې سفر وکړي که څه هم دا ډول الوتانې ګرانه تمامېږي.