تاند- د هینلي پاسپورټ انډیکس په نوم موسسه، چې هر څه موده وروسته د نړۍ د هیوادونو د پاسپورټونو د چلښت یا اعتبار په اړه راپور خپروي، په تازه راپور کې د جاپان پاسپورت په نړۍ کې لومړی بللی دی.

د دې موسسې د معلوماتو پر اساس، د جاپان په پاسپورټ د نړۍ ۱۹۰ هیوادونو ته بې وېزې سفر کېدای شي.

پخوا لومړی مقام د جرمني د پاسپورت و. که څه هم د جرمني په پاسپورټ اوس هم د پخوا په شان ۱۸۸ هیوادونو ته بې وېزې سفر کېدای شي خو په تېر یو کال کې د نورو هیوادونو پاسپورټونو ته زیاتو هیوادونو وېزې معاف کړي دي.

په دغو هیوادونو کې یو هم سینګاپور دی. د سینګاپور پاسپورت د ۱۸۹ هیوادونو وېزې ته اړتیا نه لري.

ورپسې درېم ځای د جرمني، فرانسې او جنوبي کوریا د پاسپورت دی چې لرونکي یې ۱۸۸ هیوادونو ته بې وېزې تللی شي.

د ډنمارک، ایټالیا، فینلنډ او سویډن له پاسپورټ څخه ۱۸۷هیوادونه وېزه نه غواړي.

د بریتانیا او متحده ایالتونو په پاسپورټ ۱۸۶ هیوادونو ته بې وېزې تګ کېدای شي او پنځم مقام لري.

د افغانستان او عراق د پاسپورټ وضعه تر ټولو خرابه ده. د دغو دوو هیوادونو پاسپورت ته ۱۰۶ نمبر ورکړل شوی دی.

د افغانستان د پاسپورت اعتبار تر تېر کال خراب شوی دی. تېر کال د افغانستان پاسپورت ۱۰۴ و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *