رحیم امین
دا اسانه خبره نده چې په اقتصاد باندې د پیسو وینځولو منفې اغیزي کټ مټ په ګوته کړو خو دا ښکاره خبره ده چې د پیسو د وینځلو فعالیت په مالې مراکزو مستقیمې اغیزي لري او په غیر مستقیم ډول د یوه هیواد نور اقتصادي سیکتورونه ځپې. ډیرو اقتصاد پوهانو هڅه کړي چې د پیسو د وینځلو اغیزي د شمیرو په بڼه داسې وڅيړي چې اغیزي یې په افرادو او اقتصاد کې مقداري شي. د پیسو وینځلو د منفې اغیزو د پوهیدلو لپاره اړینه ده لومړی د پیسو وینځلو لنډه پیژندنه دلته ولیکم.
د پیسو وینځل (Money Laundering) څه مانا لري؟
تاسو به د پیسو وینځلو خبره له رسنیو او خلګو اوریدلی وي خو دا به نه یې درته څرګنده چې د پیسو وینځل اصلاً څه ته وایې. که یې په لنډ ډول تعریف کړو نو د پیسو وینځل هغي پروسي یا هڅي ته وایې چې په پټ یا ښکاره ډول غیر مشروع/ غیرقانوني عاید چي له غیر مشروع سرچينو(فساد،قاچاق،قمار، غلا …) څخه وي په مشروع/قانونې شکل واړول شي .
یا :
د غیر قانوني عاید قانوني کول، د نا مشروع روپیو مشروع کول، د ناپاکو روپیو چې له مختلفو ناروا لارو څخه په لاس راغلي وي پاکولو ته د پیسو وینځل وایې.
هغه څه چې د روپيو په وینځول کې اهمیت لري په لاندې ډول دي:
- د روپیو اصلي سرچینه پټه پاتي کیږی او چاته دا نه څرګندیږي چې دا روپی له کومه راغلی دي.
- د روپیو شکل تغیر کوي یا په بل ارزښت بدلیږي.
- دا پروسه په پټه پر مخ وړل کیږي تر څو د روپیو وینځونکي پټ پاتې شي.
- که د روپیو اندازه زیاته وي بیا په کوچنیو مقدارونو ویشل کیږي تر څو روپي پټی وساتل شی.
د روپیو وینځل پیچلي او مختلفي طریقي لري:
د روپيو وینځل په عمومي ډول په دریو پړاونو کي پیژندل کیږي لومړی، روپی په مالي سیستم کي ځای پر ځای کیږی. دویم، روپی په پیچلو سوداګریزو معاملو کي کارول کیږي تر څو د روپیو غیر قانوني سرچیني پټي وساتل شي. دریم ، د شتمني زیاتوالی له داسې پانګوالی څخه په لاس راوړي چي قاچاقي یا غیر قانوني وي.
د روپیو د وینځلو طریقي:
- روپی په بانکونو یا نورو مالی مراکزو کې په کم مقدار ډیپوزیټ یا امانت سپارل کیږي ترڅو د روپیو لوی مقدار چاته څرګند نه شي چي (Structuring) هم ورته وایې.
- په غټه پیمانه د روپيو قاچاق : پدي طریقه کي روپی له یوه قضایي سیستم(بانک یا بل مالي مرکز) څخه بل بانک یا مالی مرکز ته وړل کیږي چي یو له بل سره قضایې او سیمیز توپير لري چي آفشور بانکې معامله هم ورته ویل کیږی.
- د زیاتو روپیو په سوداګرۍ کې دمشروع روپيو په څنګ کې له نامشروع روپيو څخه کار اخیستل تر څو نامشروع روپی له مشروع سره ونه پيژندلی شي.
- . په شرکتونو کي د نورو شریکانو سره خپلي روپي داسې ځای کوي چي بیا په هغو کي د نامشروع روپیو اصلي خاوند نه معلومیږي.
- په راکړه ورکړه کې د انوایسونو (صورت حساب) له ارزښت نه زیات لیکل چي د روپیو خوځښت(جریان) ګډ وډ او ناڅرګند کيږي..
- په قمار کي روپی له لاسه ورکول خو د خپل تاوان یا زیان پټ ساتل او د هغه پر ځای ګټه لیکل.
- . توره تنخوا: پدي طریقه کي یو کارمند ته بدون له لیکل شوي تړون نه تنخوا ورکول کیږي چي دا تنخوا یي له چټلو یا نامشروع روپیو څخه وي.
په لنډ ډول نوري ډيري داسي طریقي شته چي د پیسو وینځلو لپاره کارول کیږي او وینځونکي هڅه کوي چی په هرډول یي خپلي روپی چیرته داسي سرمایه ګزاري کړي چي څوک پوه نشي.
د پیسو وینځلو منفې اغیزي د اقتصاد په لاندي دریو عمده برخو کې لیدل کیږي:
- مالې مراکزوکې
- حقیقي اقتصاد کې
- بهرني سیکتور کې.
- د پیسو وینځل په مالې سیکتور منفي اغیزي لري حال دا چې مالې سیکتور د اقتصادي ودي لپاره تر ټولو اړین دی.
- د حقیقي اقتصاد په سیکتور کې محصولات او خدمات داسې کموي چې اقتصادي سرچیني له اصلې هدف نه بل طرف ته لیږدول کیږي چې فساد او جرم ته لار هواروي.
- د پیسوی وینځل نړیواله سوداګرې له خنډ سره مخ کوي، هیواد ته په راتلونکو پیسو کې اختلاص او فساد ته لار هواروي او د یوه هیواد اوږدمهاله ګټې او وده له خنډونو سره مخ کوي.
پر دې برسیده د ټیکنالوژي پرمختګ، په نړیواله کچه توریزم او د نړیوال تجارت او مالې مراکزو پراختیا هم د پیسو وینځلو له پروسي سره مرسته کړي.
د ځینو څيړنو په پایله کې د پیسو وینځلو لاندې شپږ پایلې او زیانونه په ګوته شوي:
- د پیسو وینځلو پروسه هغه مالې مراکز هم د شک او پوښنتنی لاندې راولي چې خپل فعالیتونه د قانونه سره سم سرته رسوي. هغه داسې چې ځينو د پیسو وینځلو مجرمین د سترو کمپنیو له نومونو څخه د پیسو د وینځلو په موخه استفاده کوي، دوی د هغوی د نوم نه په ګټه غیر مشروع عاید په یو ډول مشروع عاید بدلوي. دوی چې څنګه د ناروا پیسو د لاسته راوړلو وړتیا لري همداسې د مصرفولو وړتیا هم لري. ډیری دا ډول مجرمین خپل تولیدات په داسې قیمت پلوري چې د نورو تولیداتو او خدماتو د جوړیدو له لګښت سره مساوي. دا کړنه یې د تولیداتو سیکتور له سختو ستونزو سره مخ کوي. پایله یې دا شي چې هغه کمپینی چې له ناروا لارو خپلو لګښتونه پوره کوي هغه کمپنیو ته په سیالې کې ماتې ورکوي چې له روا لارو خپل لګښتونه پوره کوي او په خصوصي سیکتور کې د مجرمینو ځاله جوړه شي.
- د پیسو وینځلو پروسه د مالې بازارونو خپلواکې د پوښتنی لاندي راولی. ځیني وختونو لوی مقدار پیسي له یوه ځای نه بل ځای د وایر ټرانسفر په طریقه لیږل هغه داسې چې د مسئولو ادارو له تفتیش او پلټنو پرته تر سره کیږي. ډیری ځلې داسې کړنو بانکونو له منځه وړي یوه ښکاره بیلګه یې د اروپایې اتحادي د بانک دی چې د پیسو وینځلو له منځه یووړ.
- سره له دې چې اقتصادي کړنلاري جوړيږي خو بیا هم د پیسو وینځلو مقدار دا وړتیا لري چېبازار ګډوډ کړي. د بیلګې په توګه ، پیسو وینځونکي زیاتره خپلې شتمنی په حرکت کې ساتې، دوای ته دا اړینه نده چې د بازار نه ښه ګټه تر لاسه کړي خو کوښښ کوي خپله شتمني پټه وساتي چې دا خوځښت د سود په نرخ ، د پیسو د تبادلې په نرخ او د تولیداتو او خدماتو په نرخونه منفې اغیزي کوي. په لنډو که ووایو نو د پیسو وینځل د پیسو لپاره تقاضا او ارزه دواړه ګډوډ کوي چې په پایله کې یې د سود نرخ، ګټي، قیمتونه او هر څه یو غیرمستقیم خط غوره کوي چې کله ښکته او کله پورته وي.
- لکه څنګه مو چې پورته ذکر کړه پیسه وینځونکي پدې اړه فکر نه کوي چې په خپل داخلې بازار کې ګټه وکړي دوی یواځې په دې لټه کې وي چې څنګه خپلې پیسي پټي کړي هو ځکه دوی وینځل شوي پیسي په داسې ځایونو کې په پانګه اچوي چې ښه کیفیت او اغیز ونلري.
- د پیسو وینځلو په پروسه کې خپله حکومت هم اغیزمن کیږي. د بیلګې په توګه، د پیسو وینځلو لیږد او پروسه ټوله په پټه سرته رسولی کیږي او دولت نشي کولی چې د وینځلو شوو پیسو له عاید نه مالیه واخلي او دولت د میلیونو ډالرو په اندازه عایدات له لاسه ورکوي. پدې برسره هغه پانګول چې قانوني سوداګرئ کوي د پیسو وینځلو پروسه یې غیر مستقیم اغیزمن کوي هغه ځکه چې مالیه لوړيږي او دوی اړی دي مالیه پري کړي.
- اخیري منفي اغیزه یې دادی چې که چیرته دولت وغواړي یو سیکتور خصوصي کړي نو پیسې وینځونکي د خپلو وړتیاوو نه په استفادي له نورو څخه سیالې ګټي او له هغه سیکتور څخه بیا د ځان په ګټه داسې کار اخلي چې په بازار د نورو خلګو باور کم کړي او بازار له مختلفو خنډونو سره مخ شي.
د پیسو وینځلو اقتصادي اغیزي:
د روپیو وینځل یو جرم ګڼل کیږي چي په مالی نظامونو او مراکزو بده اغیزه لري. د اقتصادي ودي مخه نیسي. په ۱۹۹۸ کې ملګرو ملتونو د روپیو وینځول د مخنیوي پریکړه تصویب کړه. د پیسو د نړیوال صندوق د موندونو پر بنسټ د پیسو وینځلو ارزښت د نړۍ د ناخالص کورنیو تولیدانو له ۲ نه تر ۵ سلنه جوړوي چې ارزښت یې په کال کې له ۸۰۰ بیلیون ډالرو نه نیولې تر ۲ ټریلیونو پوري اټکل شوی.( IMF۲۰۰۱)
د پیسو د نړیوال صندوق د موندنو پر بنسټ په ځينو هیوادونو کې د پیسو وینځلو لاندې سلني د نړیوال ناخالص داخلې تولید پربنسټ شمیرل شوي.
- کاناډا کې هر کال د نړیوال ناخالص داخلې تولید د ۲٪ په ارزښت پیسي وینځل کیږي.
- روسیه کې هر کال د نړیوال ناخالص داخلې تولید د ۲.۷٪ په ارزښت پیسي وینځل کیږي.
- ایټالیا کې هر کال د نړیوال ناخالص داخلې تولید د ۳٪ په ارزښت پیسي وینځل کیږي.
- برتانیه کې هر کال د نړیوال ناخالص داخلې تولید د ۳.۱٪ په ارزښت پیسي وینځل کیږي.
- فرانسه کې هر کال د نړیوال ناخالص داخلې تولید د ۳.۲٪ په ارزښت پیسي وینځل کیږي.
- افریقا کې هر کال د نړیوال ناخالص داخلې تولید د ۳.۲٪ په ارزښت پیسي وینځل کیږي.
- جرمني کې هر کال د نړیوال ناخالص داخلې تولید د ۴.۴٪ سلنو په ارزښت پیسي وینځل کیږي.
- هند کې هر کال د ناخالص داخلې تولید د ۴.۸٪ سلنو په ارزښت پیسي وینځل کیږي.
له بده مرغه، د باسیل سازمان د نویو موندنو له مخې په ۲۰۱۷ کال کې ایران لومړی، دویم افغانستان، دریم ګیانا ، څلورم تاجکستان او پنځم لاوس دی. (Basel, 2017)
ایا د پیسو وینځلو د مخنیوي کړنلاره اړینه ده ؟
د پیسو د وینځلو په اړه مونږ ډیرې کمې څيړنی موندلی شوو خو د ځينیو پوهانو په آند د هغو هیوادونو لپاره چې اوس په وده کې دي دا اړینه نده چې د پیسو د وینځلو کړنلاري عملی کړي ددوي په آند داسې کړنلاري په نوموړو هیوادونه کې د غیرفعالو کړنلارو بڼه غوره کوي. دوی وړاندیز کوي چې که چیرته کړنلاري عملی شي نو نوموړي هیوادونه په لوی لاس خپل هیواد ته د راتلونکو مالی منابعو یا سرچینو مخه نیسي . دوی د خپلو نظرونو د سپیناوي په خاطر لاندې استدلالونه وړاندي کوي:
- د پرمختللو هیوادونو څخه د پیسو د وینځلو په بڼه ډیري مالې سرچیني هغو هیوادونه ته لیږدول کیږي چې اوس د پراختیا یا ودي په حالت کې دي چې دا د یوه مخ پر وده هیواد لپاره د پانګوني او کار زمینه برابروي. البته دغه نظر د شته مالومات پر بنست سم نه ښکاري.
- د پیسو وینځلو زیاتره جرایم په پرمخ تللو هیوادونه کې پیښیږي نو د هغو هیوادونه لپاره چې د ودي په حالت کې دي اړینه ندی خپلې محدودي سرچیني د بهرنیو هیوادونو د ساتنی لپاره مصرف کړي. له شته او کره مالوماتو څخه څرګندیږی چې د پیسو وینځلو اصلی قربانیان پرمخ تللی هیوادونه دي.
- که چیرته په یوه مخ پر وده هیواد کې د پیسو وینځلو د مخنیوي قانون پلی شي نو پایله به یې دا شي چې د بانکونه فعالیتونه به ټکني شي او ډیری سپیما کوونکي به کوښښ وکړي چې د خپل هیواد څخه بهر ته خپل د سپما حسابونه ولیږي.
د نویو موندنو په پام کې نیولو سره ویلی شوو چې پورتنی وړاندې شوي استدلالونه تر یوه بریده کمزوري دي. د بیلګې په توګه، موندني ښیې چې د پیسو وینځلو د مخنیوي قانون پانګه وال ندې اړ کړي چې خپلې پیسي بل ځای ته ولیږدوي.
د پیسو د وینځلو لیږد او پړاونه
کله چې د پیسو وینځلو اغیزي د مخ پر وده هیوادونو په اړه وي نو دا خبره اړینه ده چې د پیسو وینځلو د لیږدولو طریقي وپیژنو. د مخ پر وده هیوادونو کې د پیسووینځلو د لیږد ډولونه په لاندې ډول دي:
- کورنی یا داخلی لیږد
- بیرته راتلونکی لیږد
- راتلونکی لیږد
- وتونکی لیږد
- تیریدونکی لیږد
- په کور د ننه یا کورنی لیږد: د پیسو وینځلو هغه جریان ته ویل کیږي چې پیسي له غیر قانوني لارو تر لاسه شي او بیرته په هیواد کې د ننه مصرف او وکارول شي.
- بیرته راتلونکی لیږد: هغه لیږد ته ویل کیږي چې پیسي د یوه مخ پر وده هیواد نه تر لاسه شي، بیا نیمې او یا ټولي بهرنیو هیوادونه ته یوړل شي ، هلته له هغو پانګونه وشي او بیرته یې یو څه اندازه هیواد ته پدې هدف راوړل شي چې د پانګو او یا د پیسو تر منځ یو پیوستون پیدا شي.
- راتلونکی لیږد: د پیسو وینځلو هغه لیږد ته ویل کیږي چې په یوه بهرني هیواد کې پیسي له یوه جرم څخه تر لاسه شي او د وخت په تیریدو سره مخ پر وده هیواد یوړل شي.
- وتونکی لیږد: د پیسو وینځلو هغه لیږد ته وایې چې له یوه مخ پر وده هیواد څخه پیسي بهر ته غیر قانوني یوړل شي او بیرته خپل هیواد ونه لیږل شي.
- تیریدونکی لیږد: د پیسو وینځلو هغه لیږد ته ویل کیږي چې د پیسو جریان له یوه هیواده تیر شي خو بیرته په بل ځای کې مصرف او یا بل ځای ورنه پانګونه وشي او په تیریدونکې هیواد کې یې هیڅ اغیزي ونه لیدل شي.