بچه بازي د فارسي لفظ دى چي معنا يې له ماشومانو سره لوبي کول، هغوى سره محبت لرل يا د هغوى شوق کول دى.
خو په عام ډول د بچه بازي مطلب له کم عمره ماشومانو يا تنکیو ځوانانو سره جنسي اړيکې لرل او يا هم غير فطري فعالیتونو کي اخته کېدل دي.

له ښايسته، جاذب نظر او د ښځینه خدوخال حامل هلکانو سره د غټ عمر خلک د روماني او جنسي رغبت په خاطر ملګري کوي يا يې د لالچ، ويري، فشار په مرسته د خپل هوس ښکار کوي.

په افغانستان او نورو آسيايي ملکونو کي له پخوا راهیسې بچه بازي راروانه ده .

امریکايي ليکوال او سفير Eugene Schuyler په 1873 کي په ترکستان کي د اوسېدو په مهال په يوه نوټ کي ليکلي ” دلته د انجونو په ځاى کم عمره ماشومانو او نوو ځوانانو ته د رقص تربيت ورکول کېږي، په ظاهره دا عمل قبيح او ناشايسته نه ښکاري خو په حقیقت کي دا مکروه د جبري جنسي رويه او طرزالعمل دى. ”


د هغه په وینا دا ماشومان د فنکارانو او مشهوره سندرغاړو غوندي عزت او شهرت پيدا کوي د هغوى ناز و نخرو خيال ساتل کېږي او کله چي په بازار کي ګرځي نو مينه وال يې لاس په سينه سلام کوي چي کلاک ‏( Kulluk ‏) بلل کېږي، د کلاک مطلب زه ستا غلام يعني عاشق يم .

افغانستان ددې ناوړه عمل له امله بدنام دى اوس بچه بازي دود ګرځېدلې ده او د جنسي دندې بدترین شکل يې اختيار کړى دى، اسلام او قانون ددې عمل سخت ممانعت کړى دى د هغه باوجود تنکي ځوانان په زور او د مجبوریت له امله رقص کولو ته اړ شوي دي.

د نيشنل انټرسټ د راپور له مخي په دې قبيح عمل کي په لويه کچه د تنکيو ځوانانو خريد و فروش کېږي.

د بي بي سي په يوه ډاکومنټري کي يوه داسي کورنۍ ښودل شوې چي په دې ښه پوهېږي چي د لس کلن ماشوم نه يې مالک جنسي استفاده کوي، په وينا يې چي د غربت او تنګ لاسي له وجي مجبور دي چي دا هر څه وزغمي.
حکومت تر اوسه د بچه بازۍ په مخنیوي کي پاتي راغلى دى، د انساني حقونو تنظیمونو ويلي چي خپله حکومتي چارواکي په بچه بازي کي ښکېل دي ځکه يې مخنیوى ګران دى.

د نيويارک ټايمز د راپور له مخي افغان ملېشې او پوليس خپله بچه بازي کي پراخ رول لري، لري پرتو سيمو کي فوځيان او پوليس قرارګاوو او پوستو ته د شپې په مهال د جنسي تېري او رقص لپاره ځايي تنکي ځوانان په جبر بيول کېږي، نو په داسي حالت کي د حالاتو ښه کېدو اميد کول بې وقوفي ده.

يوه امريکايي فوځي Lance Cpl. Gregory Buckley Jr خپل پلار ته په وروستي ټيليفون کي ويلي و چي پوليس د شپې هلکان پوستو ته راولي او جنسي تشدد باندي کوي، د هغه په وینا ” موږ د شپې د هغو ماشومانو نارې او چيغي اورو خو موږ هيڅ نه شو کولاى ځکه چي موږ ته له پورته امر سوى چي په دې معاملو به غرض نه لرئ .”

په 2011 کي يوه امريکايي کېپټن ډﯾﻦ ﮐﻮﺋﯿﻦ Dan Quinn هغه وخت يو عبدالرحمان نومي اربکى ډبولى و چي هغه د جنسي هوس لپاره يو ماشوم په زنځير تړلى و، کله چي د هلک مور شکایت کړى و اربکي نه يوازي په خپل جرم اعتراف وکړى بلکي په زوره زوره يې وخندل.

د ډين کوئين په وينا ” موږ اورېدلي و چي طالبان ډېر ظالمان دي خو اوس د طالبانو نه وروسته چي موږ امريکايانو چاته طاقت او اختيار ورکړى هغوى دومره ظلم کوي چي خلکو طالبان هېر کړي دي، دا ماته ځايي مشرانو وويل .”

د يادوني وړ ده چي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بچه بازۍ سزا مرګ وه او په سخته باندي عمل کېدى.
ياد امریکايي عسکر د ځايي پوليس په وهلو ډبولو او په دې معامله کي د مداخلت له امله امریکا ته وغوښتل شو او له وظېفې وشړل شو د هغه ملګرى څلور کاله وروسته د محکمې سره مخ شو.

په 2010 کي ويکي ليکس داسي اسناد خپاره کړل چي امریکايي کمپنۍ DynCorp د افغانستان په شمال کي د بچه بازي په خاطر زيات رقم مصرف کړي دي د هغه وخت د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر امريکا ته د يادي کمپنۍ په اړه شکایت وکړ خو د امريکا سفارت وويل چي د قانوني اصولو له مخي څه نه شي کولاى.

د 2012 په دسمبر کي د سرحدي ځواکونو د يوه قوماندان هلک چي له ډېره وخته ورسره و د خپلو ملګرو سره په ګډه اته سرتېري ووژل ځکه چي هغه د قوماندان د جنسي تېري نه نور په تنګ راغلى و.

څه موده وړاندي په زابل کي د پوليسو دوه هلکانو يو شخصي موټر او تفنګچې سره وتښتېدل چي د لاري غلطېدو په وجه د طالبانو لاس ته ورغلو.

د غزني په ګيلان ولسوالي کي د اربکيانو له لوري په ځينو هلکانو د جنسي تېري وروسته ياد هلکان اړ شول چي طالبانو سره يو ځاى شي او وروسته يې تېري کونکي اربکيان ووژل.

د پوليسو په ليکو کي د بچه بازي لپاره د هلکانو سوقول جريان لري، ډېر کله داسي هم سوي چي د هلکانو په سر پوليسو يو بل سره وژلي دي، د ارزګان يو پوليس راته وويل دلته چي کوم قوماندان دوه درې هلکان ونه لري هغه قوماندان نه ده، داسي هم پېښه سوې چي يو چا د بل هلک په زور بېولى او په جګړه سره اوښتي دي.

دا ناوړه عمل تر ډېره له منځه تللى خو د پوليسو په ليکو کي په لويه کچه موجود دى ممکن له منځه تلل يې خورا زيات کار وغواړي.

د معلوماتو له مخي يوازي په 2017 کي د 5000 نه زياتي داسي پېښي ثبت شوې چي پوليسو په سنګينو جرمونو کي لاس درلود چي زيات شمېر جرمونه د بچه بازي او جنسي تېري په اړه دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *