تاند- د پاکستان حکومت د تېلو ټولو ټانکونو یا پمپ سټېشنونو ته امر کړی چې پر هغه موټرسایکل چلوونکي تېل ونه پلوري چې د خوندیتوب خولۍ یې پر سر نه وي.

ډېر ځلې په معمولي ترافیکي پېښو کې د خولۍ نه لرل د موټرسایکل چلوونکي د مرګ سبب کېږي.

پاکستاني رسنیو نن /یکشنبه/ وویل، حکومت د دې لپاره چې موترچلوونکي د خولۍ پر سرولو ته اړ باسي پر هغو د تېلو خرڅلاو منع اعلان کړی دی.

حاضردمه دا قانون د پاکستان تر ټولو په ستر ښار کراچۍ کې اجرا کېږي او پولیس هغه ټانکونه جریمه کوي چې بې خولۍ موټرسایکل چلوونکي ته تېل ورکړي.

پولیسو موټرسایکل چلوونکو ته یوه اوونۍ وخت ورکړی و چې که د خوندیتوب خولۍ نه لري نو رایې نیسي.

همداراز بې لایسنه موټرچلوونکو ته ۳ اوونۍ وخت ورکړل شوی چې لایسنس واخلي.

د پاکستان په شان په افغانستان کې هم موټرسایکل چلوونکي د خوندیتوب خولۍ نه پسروي. همداراز تقریباً هیڅوک په موټر کې کمربند نه تړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سیمې په اکثرو هیوادونو او نوره نړۍ کې موټرچلوونکي او موټرسایکل چلوونکي او نوره سپرلي خولۍ پسروي او کمربند تړي.

په اروپايي او امریکايي هیوادونو کې تقریباً بې استثنا ټول خلک د بایسکل چلولو په مهال هم خولۍ پسروي.

د خولۍ او کمربند په شان امنیتي تدابیر ډېر ځلې د لویو مرګونو پېښو مخه نیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *