تاند- افغان چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په فراه ولایت کې ۱۷ سرتېري وژلي او ۱۱ نور تښتولي دي.

د فراه د پُشت رود ولسوال غوث الدین نورزي نن /یکشنبه/ وویل، طالبانو تېره شپه ناوخته په پُشت رود ولسوالي کې د ملي اردو پر یوه اډه برید پیل کړ چې تر نن /یکشنبې/ سهار پورې یې دوام وکړ.

د نورزي په وینا په دې برید کې ۱۷ سرتېري شهیدان شوي، ۴ ټپیان شوي او ۱۱ نور وسله والو طالبانو له ځان سره یرغمل کړي دي.

ده همداراز وویل چې طالبانو اډې ته نژدې دوې پوستې او په هغو کې موجودې وسلې او مهمات هم نیولي دي.

طالبانو د حملې مسوولیت منلی دی.

دا ډله تقریباً هره ورځ پر امنیتي پوستو، ولسوالیو او دولتي ادارو بریدونه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *