د خوشحالۍ ځای دی چې د انساندوست او مترقی بشریت د کلیزو پر مخ اوس هم داسې ورځې شته چې د انساني کرامت او “انسان” او “ژوند” ته د درناوی په خاطر، د درناوی وړ دي. په دغو ورځوکې یوه یې هم د خوراک نړیواله ورځ ده.
خوراک یعنی غذا یا د انسان لومړنی فزیولوژیکی ضرورت چې پرته له هغه د ژوند دوام ناممکن دی. د خوارک نړیواله ورځ هرکال د اکتوبر په شپاړسمه په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږی چې سږکال د تلې له ۲۴مې سره برابره ده. د دغې ورځ لمانځل د خوراک او کرنې د سازمان یا ( FAO) له خوا کیږی. دا په داسې حال کې چې د روغتیا او غذا متخصصینو د خوراکي توکو او په عزت او کفایت سره “انسان “ته د هغو د رسیدو او مهیاوالی ځینی نور شرایط هم ورسره اضافه کړی دی. د بیلګې په توګه دوی اوس د غذایی مصئونیت خبره کوی.
دغذا مصئونیت په ١٩٤٤ م. کال کې د خوراک او کرنې سازمان په يوه ټولنه کې هغه حالت ته تعريف کړه، چې هلته د خلکو لپاره دومره کافي اندازه خوراکي توکي وي چې دوى نه يوازې دا چې وږي پاتې نشي، بلکې د کيفيت له پلوه او د مربوطه ټولنې د اجتماعي او کلتوري لحاظه هم مناسب وي او خلک له رواني پلوه د خوراکي توکو د کمښت ويره ونه لري. دغه غذايي توکي بايد دانرژۍ، منرالونو، ويټامينونو او نشايستې له پلوه د بدن ماشين د چلولو توان ولري. يعنې غذايي مصؤنيت يوازې د کاختۍ نشتوالى نه، بلکې يو څلور بُعدي حالت دى، چې غذا بايد له دغو څلورو بُعدونو خلکو ته مناسبه وي، چې هغه يې د کافي والي، مغذي والي، اجتماعي والي او له رواني پلوه د ډاډه والي بُعدونه دي. د دې ترڅنګ اوس د غذا د حاکمیت خبره هم کیږی.
د غذا حاکمیت یعنی کله چې هره سیمه په خپله خپل خوراکی توکی د خپلو خلکو په لاس، له خپل محیط (سیمې) دهغو په اصلی خواصو تولید کړی. دغه نظریه دا نه تاییدوی چې ځینی سیمی یا هیوادونه دی د ځانګړو غذایی او کرنیزو پیداوارو تولید ته تخصیص ومومی، دا ځکه چی له یوی خوا دوی د لازیات عاید لپاره یواځې همدا یو ډول محصول تولیدوی او په دې توګه په سیمه کی تنوع ( diversity) له منځه وړی او له بلې خوا د تشدیدی کښت، د هورمونو په استعمال، د مارکیتنګ خدماتو، سورت، قوطی کولو، پلاستیکی کی پیچلو، یخچال کې اچولو اونورو اوږدو پروسو په تیرولو د خوراکی توکو اصلی ماهیت ته زیان اړوی. دغه سیمې ممکن د تجارت لګښت هم په خوراکی توکو ور اضافه کړی چې مصرف یې نور هم لوړیږی او ممکن په ځینو حالاتو کی په نورو سیمو کې د دغه ډول محصول کرنه پریښودل شي، خو یو وخت به صادروونکی و نه غواړی د دغو سیموخلکو ته دغه محصول ورکړی. په دې توکه د غذا حاکمیت تر سوال لاندې راځي. د خوړو نړیوال سازمان دا هم وایی چې د نړۍ په سلو کې له اویا څخه زیاتو خلکو ته هغومره خوراک نه رسیږی چې ورته اړتیا لري، خو بیا هم ځانته (ماړه) وایی، یعنې یو څه یې خوړلی دي!! خو ډیر خلک لا شته چې په دوه- درې ورځوکې دخوراک لپاره څه نلري. دا د فقر او بیوزلی یوه تراژیده بڼه ده، نوځکه د نړیوال بانک رئیس ښاغلی جیم یونګ کیم (Jim Yong Kim) په ۲۰۱۳م. کی ویلی و:
موږ هغه وخت بریالی یاستو چی د فقر په له منځه وړلو کی دتیر وخت تجربو څخه کار واخلو او ټوله نړۍ جوړه کړو دابه زموږ لپاره په تاریخ کې خارق العاده شیبی ( auspicious moment in history) وی. نابرابری له منځه یوسو اوهره کورنۍ پاکو اوبو،کافی خوراک او جامو ته لاسرسی ولری او نړۍ له نارووغیوپاکه وی، څوک (مخکی له مرګ) څخه مړه نشی،دنابرابری پرځای فرصتونه رامنځته کړو او بالاخره داسې نړۍ چی لوږه او بیوزلی پکې نه وي.
دی وایی:
-A world free of poverty,
-A world where every one has enough to eat,
-A world where no one dies from preventable diseases,
-A sustainable world where all households have access to clean energy
په دې توګه غذا، پاکې اوبه او روغتیا د هغو په ریښتیانۍ مفهوم سره لږ مهیا دي. خبره هغه وخت نوره هم د اندیښنی وړ ګرځی چی FAO خبرداری ورکوی چی تر څو کلو وروسته به یو شمیر آسیایی، افریقایی او یو څو د لاتینې امریکا هیوادونه د ضرورت وړ غله و نه لری !!
دلته به لومړی د کرنی او خوراک نړیوال سازمان او د هغه دندې او موخی روښانه کړو، بیا به د افغانستان وضعیت ته وګورو:
د خوراک او کرنې نړیوال سازمان
دا سازمان په حقيقت کې دملتونو د ټولنې اړوند د(کرنې نړيوالې مؤسسې) ځايناستي ګڼل کیږي. د کرنې نړيواله مؤسسه د ملتونود ټولنې (دملتونو ټولنه دلومړۍ نړيوالی جګړی له پای ته رسيدو وروسته په نړۍ کی د سولی د ټينګښت او يو شمير نړيوالو درنو مسئوليتونودمنلو په موخه جوړه شوې وه، خو خپل ماموريت کی ډيره بريالۍ نه وه، چی وروسته د دوهمی نړيوالی جګړی څخه يي دم.م. سازمان پرځای جوړ شو) د فعاليت پرمهال، جوړه اودکار او روغتيا له نړيوالو سازمانونو سره يې داطلاعاتو په راکړه ورکړه کې نږدې همکاري لرله. دغې مؤسسې دونو- بوټو په ساتنه او وده کې هم اغيزمنې هڅې ترسره کړې وې، خو د خوراکي توکو او کرنې سازمان (Food and Agriculture Organization) له جوړيدا وروسته، له نوموړې مؤسسې څخه د اروپا دسيمه ييز دفتر په توګه کار واخيستل شو، چې بالاخره په ۱۹۴۸م. کال کې په رسمي توګه ړنګه او مسؤليت يې نننۍ FAO ته وسپارل شو. د FAO د تأسيس طرح په لومړي ځل د ۱۹۴۳م .کال د می په مياشت کې د امريکا د ولسمشر (فرانکلن روزولت ) له خوا د خوراکي توکو او کرنې په مناسبت په جوړ شوي نړيوال کنفرانس کې، چې د امريکا په ويرجينيا ايالت کې جوړ شوي و، وړاندې شوه.
په دغه کنفرانس کې چې نږدې ۳۴ هيوادونو برخه لرله، په نړۍ کې د بيوزلۍ او دلوږې پر وړاندې د مبارزې په موخه د يوه نړيوال سازمان د جوړيدو پر اړتيا خبرې وشوې. د سازمان غړو د ۱۹۴۵م . کال په اکتوبر کې د کاناډا په کيوبک ښار کې خپله لومړۍ غونډه وکړه، چې په ترڅ کې يې د غړو هيوادونو له خوا د سازمان اساسنامه لاسليک شوه. د اساسنامې له لاسليک وروسته د خوراکي توکو او کرنې نړيوال سازمان د يوه تخصصی سازمان په توګه په رسمي ډول په فعاليت پيل وکړ چی د نړۍ ډیر هیوادونه یې غړي او موخې يي دا دي:
۱. د خلکو د ژوند د سطحې لوړول،
۲. دکرنيزو ټوکيوتوليد، اصلاح او د خوراکي او کرنيزو محصولاتو ويش،
۳. په کليوالي سيمو کې د پرمختيايي پروژو پلي کول. يعنی په عمومی توګه له نړيوال اقتصادي پرمختګ سره مرسته او د عامه هوساينې پراختيا .
د دغه سازمان جوړښت او ارکان دا دی:
۱. کنفرانس: د FAO ترټولو لوړ ارګان دي، چې په کال کې يو ځل غونډه کوي. اصلي او څارونکي غړي کولای شي کنفرانس ته خپل استازي وليږي، خو يوازې اصلي غړي په کنفرانس کې درايې حق لري.که کنفرانس لازمه وګڼي کولای شي، د هغونړيوالو سازمانونو استازي؛ چې موخې او فعاليتونه يې د کنفرانس له فعاليتونو سره ورته والي ولري، په غونډو کې د ګډون لپاره کنفرانس ته راوغواړي. ياد سازمانونه به يوازې د څارونکي په توګه په کنفرانس کې ګډون کوي او د کنفرانس په پريکړو کې د رايې ورکولو حق نه لري.
۲. شورا: شورا دسازمان اجرائيوي ارګان دي، چې ۴۹ غړي لري دشورا غړي د کنفرانس له خوا د دريو کلونو لپاره ټاکل کېږي. شورا د کنفرانس له خوا د ورکړل شويو واکونو د پلي کولو مسؤليت لري.
۳. منشي: د خوراکي توکو او کرنې سازمان منشي د سکرټريټ مشرتوب په غاړه لري. منشي د کنفرانس له لوري د يوې دورې په موخه د شپږو کلونو لپاره ټاکل کېږي. د سازمان منشي د کنفرانس د توافق په صورت کې کولای شي، سيمه ييز دفترونه پرانيزي.
افغانستان د دغه سازمان یو سابقه لرونکی غړی دی. دغه سازمان دافغانستان خلکو، افغان دولت، دافغانستان د کرنې وزارت او دافغانستان د دولتونو پلانونو او هڅو ته تل درناوی کړی او خپلې ډیرې ګټوری مشورې او پروژې یې افغانانو سره په ګډه عملی کړی دی. افغانستان هر کال د خوراک نړیواله ورځ لمانځي. افغانستان پرمختیایی او جګړه ځپلو هیوادو کې شمیرل کیږی، بیوزلي پکې شته، خو د خوراک او غلو- دانو د تولید تر ټولو زیات پوتانسیل او امکانات لري، چې هم د غذایی عدم مصئونیت او هم د غذایی عدم حاکمیت د نه پیښیدو ډاډ راکوي، خو موږ لا تر اوسه هم نه دغه مساعد پوتنسیل او ظرفیت ته متوجه شوی یو، نه مو ورته پلان او پالیسی جوړه کړی او تر ټولو بده یی دا چې لا مو هم فرصتونه له لاسه ورکړی دی. یواځې د افغانستان د جنوب غرب د اوبو او د زمکې منابعو څخه که سم کار واخیستل شی، د افغانستان د اوسنی نفوس درې برابره (۹۰میلیونه) تنو ته کافی غله تولیدولای شی. له دې پرته افغانستان د هارتیکلچر او د مالداری قوی امکانات لری، چې د غذایی مصئونیت او مکفی غذا لویه سرچینه یی ګڼلای شو. له بده مرغه زموږ شاوخوا ځینې کړۍ دغو سرچینو ته په دوو پښو ناست دی چی هغه را څخه خپلې کړی او د افغانستان مخلص، خو له سواد څخه بې برخې اود سیاسی او استخخباراتی فتنو بې خبره ولس د خپلو بی کیفیته محصولاتو مارکیټ وګرځوی . نه یواځې دا چې خپل مارکیټ یې وګرځوی، بلکې له غذایی مصئونیت او حاکمیت څخه یې بې برخې کړی . د تیلو پر ځای د اوبو پر سر له جګړو خبر لرونکی خلک له افغانانو ډیر مساعد فرصتونه اخلی او د دوی جریانی منابع ورڅخه تر ګوتو کوی. اګاه او د ولس په درد دردمند وطنوال، دخپلو طبیعی بډایه شتمنیو په هکله د مطالعې لرونکې ماهرین د کرنې او خوړو د سازمان ( FAO) له عملی مرستو او علمی څیړنو څخه مننه کوي چې د افغانستان د چاپیریال، کرنې، اوبو، د سیندونو د حوزو او د ځنګلونو او وحشی ژوند د زیرمو په هکله یې علمی څیړنی کړی دی. افغانان د دغه بااعتبار او بشرپال سازمان د دغې ورځې له امله دغه سازمان او سوله خوښوونکو ټولو دنیاوالو ته مابرکی وایی. هیله ده په هیواد کې د انسان ژوند او کرامت، د هرافغان طبیعی حق(صحت او غذا)، د هغه هوساینې او درناوی ته لا زیات خدمت وکړای شو.