تاند- روانه (اکتوبر) میاشت د نړۍ د لومړنیو الوتونکو موټرو مخکې تر مخکې خرڅلاو پیلېږي.

دا موټر، چې اخیستونکي یې اوس پیسې ورکوي او د ځان لپاره یې ریزرف کوي، په یو ساعت تر ۱۶۰ کیلومترو پورې سرعت لري.

د ډیلي مېل د راپور له مخې، ټاکل شوې ده چې د نړۍ لومړنی الوتونکی موټر ژر هغو کسانو ته وسپارل شي چې لومړی پیسې وسپاري.

د دې هایبریډ الیکترونیکي موټرو لومړنۍ نمونې به راتلونکی م کال مشتریانو ته ورکول کېږي.

د موټر چلوونکی په څه کم یوه دقیقه کې موټر الوزولی یا بېرته کښته کولی شي.

دا موټر، چې د والوو (Volvo) اړوند ترافیګورا کمپنۍ یې جوړوي، ۶۴۰ کیلومتره مزل په یو وار چارج کولی شي.

تراوسه د دغه موټر بیه لا نه ده اعلان شوې.

دا موټر، چې مخکې ازمویل شوی، ځینې تغییرونه پکې راوړل شوي مثلاً د هایبرید الیکترونیکي انجن کیفیت یې ښه کړای شوی او سیټونه یې او د ناستې ځای یې پراخ شوي دي.

دا موټر د شا د ښکارولو لپاره کمرې، پراشوت او اییر بګونه هم لري.

د امریکا د هوايي چلن فدرالي ادارې او د دغه هیواد د لویو لارو د ترافیک د خوندیتوب ملي ادارې د ستندرد سندونه ورکړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *