تاند – دا رېلګاډی به، چې حرمین نومېږي، د مکې او مدینې د سپېڅلیو ښارونو او جدې ترمنځ تګ راتګ کوي او نه یوازې د سعودي عربستان خلکو بلکې د حج او عمرې لپاره د تلونکو بهرنیانو تګ راتګ به اسانه کړي.

دا رېلګاډی په یو ساعت کې تر ۳۵۰ کیلومتره سرعت لري او تمه کېږي چې په یو کال کې ۶۰ ملیون تنه پکې سفر وکړي.

دا رېلګاډی او رېلار یې یوې هسپانیايي کمپنۍ جوړ کړی دی.

دې ته ورته رېلګاډی به د ریاض او جدې ښارونو ترمنځ هم تګ راتګ پیل کړي.

سعودي عربستان وايي، هر کال دغه هیواد ته شاوخوا ۲۰ ملیونه بهرنیان د حج او ۷ ملیونه نور د عمرې د ادا کولو لپاره ورځي.

حاضردمه د نړۍ تر ټولو چټک رېلګاډی د چین د شانګهای رېلګاډی دی.

دا رېلګاډی په یو ساعت کې ۴۳۰ کیلومتره سرعت لري.

د عربستان رېلګاډی به په نړۍ کې شپږم چټک رېلګاډی وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *