تاند- هند او چین نن /دوشنبه/ د افغانستان پر سر په خپل منځ کې د همکاریو په لړ کې د افغان دیپلوماتانو د روزلو ګډ پروګرام پیل کړ.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج د بهرنیو خدماتو په انستیتیوت کې د دې پروګرام پرانیستونکې غونډې ته په یوه پیغام کې ویلي«ډېره خوشاله یم چې نن /دوشنبه/ د چین په شراکت د افغانستان ۱۰ دیپلوماتانو ته د روزنې د پروګرام په پیلولو د نوي کورس بنسټ ږدو.»
هند او چین په وروستیو کې موافقه وکړه چې په ګډه به په افغانستان کې یو شمېر پروژې اجرا کوي.
د سږ کال په اپریل کې د هند صدراعظم نریندر مودي او د چین ولسمشر کشي جینګ پینګ د چین په وهان ښار کې په خپله غیررسمي کتنه کې موافقه وکړه چې د افغانستان له بیارغونې سره د مرستې لپاره به ګډې پروژې اجرا کوي. د افغانستان پر سر د دواړو هیوادونو دا موافقه د چین او هند ترمنځ اړیکو ته یوه نوې ساه ورکړه.
د هند د بهرنیو چارو وزیرې هم نن په خپل پیغام کې د دوو هیوادونو د مشرانو د اپریل موافقې ته اشاره وکړه، ویې ویل «په افغانستان کې د دوو هیوادونو د همکارۍ زړی د هند د صدراعظم او د چین د ولسمشر په هغه کتنه کې کېښودل شو چې د ۲۰۱۸ په اپریل کې دوی په وهان کې لرله.»
مېرمن سوارج همداراز وویل«دا د هغه څه پیلامه ده چې موږ یې د افغانستان په ګټه اوږدمهاله درې اړوخیزه همکاري ګڼو.»
د هند د بهرنیو چارو وزیرې همداراز ویلي چې هند ژمن دی چې له افغانستان سره د دغه هیواد په سوله، ثبات، سوکالي او اقتصادي وده کې ملګری واوسي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي پیغام په نوي ډیلي کې د چین سفیر ولوست.
د ده په پیغام کې ویل شوي چې کشي (ولسمشر) او مودي (صدراعظم) افغانستان د یوه داسې شریک په توګه ګڼلی چې لومړیتوب لري.
«چین او هند په فعال ډول د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړکوي.»
ده همداراز ویلي چې دواړه هیوادونه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي.
ده دا هم وویل چې مودي او کشي به په نوومبر (راتلونکي میاشت) کې د جي ۲۰ د سرمشریزې په څنګ کې بیا سره وویني.