عصمت الله صالح

څه وخت وړاندې به راته د پخوانو هره ځانګړې وینا(متل، اصطلاح او…) هسې ټوکې ښکارېدې. ډېری وخت خو به مې د دې کرښو د مطالعې پر مهال دا قضاوت هم کاوه، چې یره زموږ نیکونو هم هسې لمر ته وېښتان سپین کړي، د دې لپاره چې د عیني ژوند په پار سالم افکار ایجاد کړي، د متل/ اصطلاح غوندې په چټیاتو یې کاغذونه لړلي، یا یې په شفاهي ډول تر معاصر نسله رارسولي.
خو اوس چې فکر وکړم؛ نو وایم چې نه، زموږ د نیکونو هر نقل- قول د دوی له هغه تجربو راوتلی، چې د یو مهذب حیات بنسټ جوړوي.
یو متل دی: “چې راسته یې واچوم، چپه شي.”
بل ځای وایي: “خراب بخت مې دومره ګډوډ کړی یم، چې کور ته د ننوتو پر مهال خپل سپی هم راته غاپي.”
دا او دېته ورته ډېرې داسې موزنې او غیرموزنې ویناوې شته، چې زما په څېر د بې شمېره ځوانانو د ورځنیو چارو د تیورۍ لپاره خام مواد برابروي او د “خراب” په صفت مو موصوفوي.
موږ چې د خراب کلمه واورو؛ ممکن ذهن ته د داسې کس څېره راولو، چې شلېدلې جامې یې پر تن وي، ببر وېښتان، کاږه کاته او…داسې نورې نښې یې پر وجود وینو، چې له عادي او روغو کسانو سره یې پرې تفکیک کېدای شي.
خو داسې ځکه نه ده، چې موږ له دې کلمې(خراب) په مطلقه توګه غلطه مانا اخلو.
په حقیقت کې خراب د لېوني سېمبول نه دی او نه هم پر هغه وجود ورتپلېدای شي، چې له مډرن فېشن سره سپېس(فاصله) ولري. بلکې دا د هغه متلونو/ ګړنو مانا ده، چې موږ یې د پخوانو غني پانګه بللای شو.
زه چې دغه متل لولم: “چې راسته یې واچوم، چپه شي” نو ځکه مې ځان راته خراب ښکاري، چې په محتوا کې یې راته خپلې روا تقاضاوې زندۍ ښکاري او له انسان سره مې کړې ښېګڼې په لویه بلا واوړي، چې بیا مې هره شېبه مضطربوي.
زه مې که له کوم ملګري سره په کړي انسانیت د پېښمانۍ احساس وکړم، ممکن څه- ناڅه له دروني ډاډه برخمن شم، هغه هم په دې شرط چې د ملګرتیا او سالمې راکړې-ورکړې هر لېنک به پرې کوم؛ خو که د دې چلند پر وړاندې مې د ملګرو غیراخلاقي عکسل العملونه د دوی په تېروتنو کې ثبتول، بیا نو پکار ده، چې ماته خراب وویل شي، ځکه چې زه به د انسانانو ترمنځ په تفکیک کې لاهم مهارت نه لرم.
په عشق کې هم دغه ایډیاوې ښې د ثبوت بېلګې کېدای شي.
عاشق چې پر مغروره معشوقه ور برابر شي، د دواړو ترمنځ د عجز او کرکې الفاظ تبادله کېږي.
متل دی: “زه زړه در وړم، خو ته چاړه راوړې.”
عاشق به پرې حقيقي شیدا وي؛ خو معشوقې ته به دغه مقدس ځواک(مینه) هسې ټوکې ښکاري او پر دې د مین سړي پر ټولو هیلو به د تکبر خاورې اړوي.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *