وروستی خبر: د وروستي راپور له مخې، د هلمند د والي ویندوی تایید کړه چې عبدالجبار قهرمان شهید شوی او ۷ تنه نور ژوبل شوي دي.

تر دې نژدې ۱۰ ورځې وړاندې د ولسی جرګې یو کاندید صالح محمد له ۷ تنو نورو سره په داسې حال کې شهید شو چې انتخاباتي کمپاین یې کاوه.

عمرځواک وايي چې د قهرمان په دفتر کې د نوموي تر چوکۍ لاندې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای شوي وو چې د چاودنې په نتیجه کې قهرمان شهید شوی او ۷ تنه نور ژوبل شوي دي.

وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست.

طالبانو تېره اوونۍ وویل چې تروسه وسه به د ولسي جرګې د انتخاباتو د ګډو‌ډولو هڅه وکړي.

تراوسه پورې د ولسي جرګې نژدې ۱۰ کاندیدان وژل شوي دي.

تېره اوونۍ د تخار په رستاق ولسوالي کې د یوې کاندیدې پر انتخاباتي کمپاین په برید کې په لسګونه تنه مړه او ژوبل شول. د تخار تر پېښې مخکې په لشکرګاه کې د ولسي جرګې د یوه کاندید صالح محمد پر کمپاین په انتحاري برید کې د کاندید په ګډون ۸ تنه شهیدان او ۱۰ ژوبل شول خو تر ټولو خونړی برید د ننګرهار په کامه ولسوالي کې پر یوه کمپاین و چې په لسګونه تنه یې شهیدان او ټپیان کړل.

ولسمشر غني: قهرمان د افغانستان صادق بچی و

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د عبدالجبار قهرمان پر شهادت خواشیني ښکاره کړه، ویې ویل چې نوموړی د افغانستان ریښتینی او زړه ور بچی و.

د ارګ خبرپاڼه

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو د هلمند ولایت په  مرکز لښکرګاه کې نن د ولسي جرګې د نوماند عبدالجبار قهرمان پر ټاکنیز دفتر د تروریستيبرید په پایله کې قهرمان  شهید او یو شمېر هېوادوال ټپیان کړل.

جمهوررئیس غني د دغه تروریستي برید د غندنې پرمهال وویل، شهید قهرمان د افغانستان صادق او زړور بچی و چې تل یې د هېواد د ابادۍ او د ولس د سوکالۍ ملي فکر او نه ستړې کېدونکې هڅې کولې. تروریستان او د دوی ملاتړي د وحشيانه بریدونو په ترسره کولو سره  د ټاکنو په سوله ییز، ملي او ولسواک بهیر  زموږ د خلکو باور نشي کمزوری کولی.

جمهوررئیس مسوولینو ته د شهید عبدالجبار قهرمان د ټاکنیز کمپاین په دفتر کې د رامنځته شوې پېښې د هر اړخیزې څېړنې، د عاملینو د مجازات او د  ټاکنیزو کمپاینونو د غونډو د لا ښه امنیت لارښوونه وکړه.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د شهید قهرمان کورنۍ ته د تسلیت ترڅنګ نوموړي ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي.

د عبدالجبار قهرمان په دفتر کې چاودنه شوې

تاند- له هلمند څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې د ولسي جرګې د تېرې دورې غړی او راتلونکې دورې ته کاندید عبدالجبار قهرمان نن په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

د هلمند ولایتي اداره تراوسه پورې د قهرمان وژل کېدا نه تاییدوي خو ځینې امنیتي سرچینې وايي چې قهرمان او څو تنه پلویان یې شهیدان شوي دي. راپورونه وايي چې چاودنه د شهار په نهه نیمې بجې په داسې حال کې وشوه چې د قهرمان پلویان د ده په انتخاباتي کمپاین کې راټول شوي وو.

د هلمند د والي ویندوی عمرځواک وايي چې عبدالجبار قهرمان او لږترلږه ۸ تنه نور په یوه چاودنه کې ژوبل شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

ویل کېږي چې چاودنه د یوه ځای پر ځای شوي بم په نتیجه کې شوې ده.

خبرځایونه وايي چې بم د قهرمان تر چوکۍ لاندې ځای پر ځای شوی و.

قهرمان یوه موده د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اوپراتیفي قوماندان هم و.

تر دې نژدې ۱۰ ورځې وړاندې په هلمند کې د ولسی جرګې یو کاندید صالح محمد له ۷ تنو نورو سره په داسې حال کې شهید شو چې انتخاباتي کمپاین یې کاوه.

2 thoughts on “د ولسي جرګې کاندید عبدالجبار قهرمان په چاودنه کې وژل شوی”
  1. إنّا لله وإنّا إليهِ رَاجعُون

    د سرونوسړی، د جرګو سړی، د ښو خبرو سړی، دچغی لښکر سر سړی، دتوری او میړانی سړی عبدالجبار
    قهرمان شهید شو

    نن داسی سړی شهید شو چه په تلویزنونو او ویدوګانو کی به خلکو دده په خبرو او ویناوو پسی ګرځیدل، افسوس کوم په دا پردی پالو چڼو چه ځمونږ سردار یی شهید کړه

    دغه پردی پال طالیبان یا چڼی چه په خپله ناولی خوله وای چه قهرمان مونږ شهید کړی دی. دغو ناولو ته زه وایم چه نن ورځ تاسو د ټولو پښتنو په کورونو د غم او قهر غصه خپره کړه او ستاسو سره د پښتنو کره که او غصه څو چنده زیاته شوه

    د قهرمان د خبرو او مجلسو سره په داخل او بهر کی خلکو ډیره مینه درلوده

    په اخر کی د مرحوم عبدالجبار قهرمان ټولی کورنی، خپلوانو او دوستانو ته د زړه له کومی تسلیت وړاندی کووم

    والسلام

  2. Inna liLLAHE ve inna Ileyhe Raj`eun.
    Qahraman saaab ba herwaxt wayil che ma d ALLAH j.j. sara a`hd kirry ; na da right ya left ifratyono sara!!

    Da hem 1 d1 zanziry wajeno pa silsila ki dey che de watan asli bachi pa naxsha kawi. KHUDAY ta`la de a`melino ta saza verkrri. Aamin.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *