په دې وروستيو وختونو کي داسي روباتونه يا ماشيني انسانان جوړ سوي چي واقعي انسانو ته ډېر ورته او د انسانانو ځيني کارونه کولای سي. ځيني خلک وېره لري چي دا روباتونه به په راتلونکي کي د اصلي انسانانو ځای ونيسي او بېکاري به ډېره سي.
د شمال لوېدیځ پوهنتون د يوې تازه څېړني له مخي په هرو څلورو امریکایانو کي درې يې باور لري چي مصنوعي انسانان به بېکاري ډېره کړي او په دې اړه اندېښمن دي، خو د دې ګواښ د مخنيوي يوه ښه لاره زده کړه ده. زده کوونکي او کارګران کولای سي چي د نويو زده کړو او نويو مهارتونو د زده کولو له لاري ځانونو ته نوي کارونه پيدا او په دې ډول د بېکارۍ له دې تهدید څخه ځانونه وساتي.
د امريکا متحده ايالتونو د پخواني ولسمشر اقتصادي سلاکارانو د څېړني په راپور کي راغلي چي روباتونه به ورو ورو د انسانانو پر ځای کار پيل کړي او سوکه سوکه به اصلي انسانان بېکاره سي، خو د دې ډول ستونزي د حل يوازينۍ لاره زده کړه ده. په دې ليکنه کې پر دې موضوع خبري کوو چي زده کړه ولي او څنګه د مصنوعي انسانانو په وسيله رامنځ ته کېږي او څنګه يې مخه نيولای سو؟
کیدای سي ځيني خلک استدلال وکړي چي روباتونه یا ماشیني انسانان به کاري فرصتونه لږ نه، بلکي لا ډېر کړي. که څه هم د دې نوي ټيکنالوژۍ له امله به د کارګرانو وظيفه او کار بڼه بدلون ومومي، خو په مجموع کي به کاري ساحه نوره هم پراخه سي. لوډايټ فالاسي (Luddite Fallacy) هم باور لري چي دا ټيکنالوژي به بيکاري ډېره نه کړي، بلکي يوازي به د اقتصاد او کار ځيني جوړښتونه بدل کړي. ډیلويټ چي د کار په ساحه کي د (۱۴۰) کالو د ټيکنالوژۍ معلومات څېړلي، دې نتيجې رسېدلی چي ټيکنالوژي نه يوازي دا چي کاري فرصتونه نه کموي، بلکي نورو کاري فرصتونو ته هم لاره اواروي.
يوه بله معتبره نظريه هم سته. هغه دا چي بېکاري ورځ په ورځ ډېرېږي، نو که له بلي خوا دا محدود کارونه هم روباتونو ته وسپارل سي، ډېر کارګران به بې کاره سي. په (۲۰۱۷) ميلادي کال کې د مک کينسي (McKinsey) نړیوالي تحقيقاتي ادارې په دې اړه يوه څېړنه وکړه،. د دې څېړني په راپور کي اټکل سوی چي تر (۲۰۵۵) ميلادي کال پوري به اوسني کارونه سم نیمایي روباتونه يا ماشیني انسانان کوي، خو تر شلو کالو پوري به نيمګړتياوي ولري او په بشپړ ډول به اتومات کار نه سي کولای. که څه هم دا اټکل د پوره باور وړ نه دي، ځکه چي يو محدود شمېر کارونه به اتومات ماشينونه کوي او پر نورو کارونو هيڅ اغېز نه کوي، نو موږ کولای سو چي له دې شل کلني موقع څخه ګټه واخلو او د دې ورځي راتلو ته چمتو واوسو.
د دې دوو متضادو حالتونو په پام کي نيولو سره موږ کولای سو چي يوه د حل لاره پيدا کړو. دا چي نوې ټيکنالوژي د زړې ټينکالوژۍ ځای نيسي او يوه اندازه کارونه اتومات کېږي، ډېر وخت نيسي چي کارګران ځانونه له نوي ټيکنالوژۍ سره اشنا يا ځانونو ته نوي کارونه پيدا کوي، خلک په ناڅاپي ډول بېکاره کېږي، نو مخکي تر دې چي دا بحران راسي بايد زده کوونکي او کارګران په چټکۍ سره د نوي ټيکنالوژۍ اړوند مهارتونه زده کړي چي ځانونه له بېکارۍ څخه وژغوري.
د دې پوښتني په جواب کي چي ولي زده کړه د نوي ټيکنالوژۍ په راتلو سره د بېکارۍ د مخنيوي لپاره غوره لاره ده، بايد ووايو چي لومړی بايد د کار ساحه مطالعه کړو او وګورو چي د کار په ساحه کي کومو مهارتونو ته اړتيا ده او د راتلونکي لپاره کومي زده کړي په درد خوري. د دې لپاره چي د کار ساحه دقيقه مطالعه او هر څه دقيق وڅېړو، جامع تحليل او څېړني ته اړتيا لرو. دا تحليل پر دوو برخو وېشلای سو چي يوه يې عقلي يا فکري او بله يې تخنيکي برخه ده.
تخنيکي برخه يې خورا روښانه او د مشاهدې وړ ده. دا برخه له هغي پوهي څخه عبارت ده چي د کار په ساحه کي د نوي ټيکنالوژۍ ځای پر ځای کېدل څېړي. د بېلګي په ډول د دې ماشيني انسانانو يا اتومات ماشينونو لپاره تکړه پروګرامونو او سافټوېر جوړوونکو ته اړتيا ده. دغه ډول داسي کارپوهانو ته هم ضرورت دی چي د نويو شمېرو راټولولو، تحليل، څېړني، سايبري خوندیتوب او اپليکېشنونو لپاره نوي ساحې او لاري چاري پيدا کړي. د کار ماشيني کېدل د کاري فرصتونو داسي دروازې خلاصوي چي په هغه کي استثمار هم کېدای سي او کارګر خپله دې ته اړ کېږي چي دا نوې تخنيکي پوهه زده کړې تر څو د کار کولو ډېر چانسونه ورته برابر سي.
پر دې سربیره فکري او ذهني مهارتونو ته هم اړتیا سته، دا په واقعیت کي هغه مهارتونه دي چي اتومات ماشینونه یې نه سي کولائ. دا یو ښه فرصت دی چي بايد کارګران او زده کوونکي کار ځني واخلي او بايد موږ دوی د دې مهارتونو زده کړي ته وهڅوو چي له دې لاري ځانونو ته کارونه پيدا کړي. (پبلو پیکاسو) يو وار ويلي وه چي کمپيوټر بې ګټي وسيله ده، ځکه چي موږ ته یوازي جواب راکوي. د پيکاسو خبره سمه وه، ځکه چي کمپيوټر د انسان له مرستي پرته هيڅ کار نه سي کولای.
ټولنه تل انتقادي مفکرينو ته اړتیا لري، د بیلګې په توګه وکیلان د ماشینونو کارونه څارلای سي، پاليسي جوړوونکي خپل کارونه خپله کولای سي، دغه ډول مديران د بشري منابعو ادارې ښه سمبالولای سي، دوی ټول هغه خلک دي چي د ماشينونو او انسانانو تر منځ اړيکي خورا ښې تنظيمولای سي.
د دې دوو مهارتونو په پام کي نيولو سره کولای سو چي په کار کي مهم رول ولوبوو. په واقعيت کي يوه داسي ځای ته رسېږو چي دا دوه متضاد حالتونه سره يو کېږي. يو وکيل که څه هم د انتقادي تفکر له مخي پر خپلو پښو ولاړ دی، خو بيا هم تخنيکي پوهي ته اړتيا لري. نن د کار په ساحه کي هغه چا ته لومړيتوب ورکول کېږي چي ډېر مهارتونه يې زده وي. د راتلونکي وخت زده کړه د اوس په پرتله محدوده او فردي بڼه لري، بايد د نن پر زده کړه ښه فکر وکړو چي په راتلونکي وخت کي مو په درد خوري که نه؟
خو پوښتنه دا ده چي څوک دا څو اړخيزه زده کړه کولای سي؟ جواب يې ښکاره دی چي دا کار زده کوونکي او کارګران کولای سي. که د مک کينسي (McKinsey) دا اټکل ومنو چي تر (۲۰۵۵) ميلادي کال پوري به سم نيمايي کارونه ماشيني انسانانو ته وسپارل سي، نو بايد همدا اوس لا د کارګرانو د کار غم وخورو او دوی ته اوس لا نوي مهارتونه وروښيو. بايد اوس لا تعليمي او تحصيلي موسسات په خپل نصاب کي بدلون راولي، ځکه چي د کار ساحې ته په پام سره خلک نويو مهارتونو ته اړتيا لري، داسي مهارتونه چي په راتلونکي وخت کي موږ د ماشيني انسانانو له امله راپيدا سوي بېکارۍ څخه وساتي.