ډاکتر سباوون د دې پوښتنې په ځواب کې د پوستکي د خارښت په اړه مشوره ورکړې ده:

پوښتنه: کله چې هوا یخه شي او له یخې هوا سره تماس پیدا کړم له هغه وروسته چې ګرم ځای ته ننوځم پوستکی مې خارښت کوي د دې چارې علت څه دی؟

ځواب:

د پوستکي د خارښت علتونه ډیر دي خو داسې ښکاري چې ستاسو د پوستکي خارښت له یخنۍ سره د حساسیت له امله دی که د دې ستونزې لپاره مو نور معاینات کړي وي او نورې ناروغۍ رد شوي وي موږ د یو علت په هکله په دې لیکنه کې درته ځینې سپارښتنې لرو.

سړه او وچه هوا په تیره بیا په ژمي کې باد پوستکي وچ او حساس کوي ځکه خو د پوستکي ډاکټران وايي په ژمي کې باید ډیر پوستکي ته متوجه اوسو پر دې سربیره لکه چې انسان له ګرمې هوا سره حساسیت لري ځینې کسان له یخنۍ سره هم حساسیت ښيي او دا حساسیت په پوستکي کې څرګندیږي کله چې د باد او سړو له امله پوستکی وچ شي په لومړي سر کې چې لا یخ وي ښايي پوستکی کومه ستونزه احساس نه کړي خو کله چې انسان ګرمې هوا ته ننوځي  د دې سبب کیږي چې پر بدن خارښت پيدا شي. ډاکټران وايي د دې لپاره چې پوستکی مو وچ نه شي باید په شواروز کې لږ ترلږه اته ګیلاسه اوبه وڅښئ خو ډیر ځله دا کار هم ګټور نه وي خو که د بدن هغه برخې چې خارښت کوي پنځلس دقیقې په ګرمو اوبو کې پریږدئ دا به د دې سبب شي چې دغه برخه ښې اوبه جذب کړي او په دې ډول یې خارښت هم کمیږي خو ډیر حمام کول او د صابون استعمال هم د پوستکي د وچیدا سبب کیږي غوره ده له هغو کریمونو کار واخلئ چې پوستکي ته رطوبت ورکوي کله چې له حمامه راووتئ او پوستکي مو وچ شو سمدستي مرطوب کوونکي کریمونه استعال کړئ دا به له تاسو سره مرسته وکړي چې پوستکی مو وچ نه شي. د پوستکي ترټولوښه نرم کوونکي مواد واسلین او پارافین دي چې ارزانه او استعال یې هم اسانه دی  دغه راز د لمرګلي غوړ او د بادم غوړ هم ګټه لري.

پر دې سربیره ډاکټران وايي که په ژمي کې ډیر ویټامین سي وخوړل شي د پوستکي د وچیدا مخه به مو نیولي وي،  همداراز ځیګر، هګۍ، ګازرې، کوچ او دغسې نور خوراکي مواد چې اې ویټامین لري د پوستکي په غوړ ساتلو کې له تاسو سره مرسته کوي.  په ژمي کې د پوستکي د خارښت یو علت هم ښايي  د ويټامینونو کمی وي که ستاسو پوستکی وچ او سوځیدلی وي او د کولمو ناروغۍ او دوامداره اسهال لرئ باید تر هر څه مخکې دغه ناروغۍ معالجه کړئ.

البته په ژمي کې د پوستکي د خارښت علتونه ډیر دي د مثال په توګه یو ډول د پوستکي ناروغي او د بدن په وینه کې  د ځینو موادو کمښت هم د بدن د پوستکي د خارښت سبب کیږي کله چې په طبي معایناتو سره دغه نورې مسلې رد شوې بیا ویلی شو چې ستاسو پوستکی له یخ سره حساسیت لري او باید چاره ېې وکړئ.

کله چې یخ له منفي پنځلس درجو کم شي او په دې وخت کې د پوستکي رنګ ژیړ ایرن رنګه شي او پوستکي درد اوحساسیت نه لري  او که دغه برخه ګرمه شي درد به احساس کړئ که غوږونه، پوزه، ګوتې او غومبوري مو  یخ ووهي دغه ځایونه هم له ګرمیدا وروسته خارښت کوي  او ورسره پوستکي سپین او ایرن رنګه کیږي.

که نورې ناروغۍ رد شوې او نه وي موجودې او یوازې د سړو له امله د حساسیت په خاطر پوستکی خارښت کوي  غوره ده ګرمې جامې واغوندئ او پوستکی له وچیدا وساتئ.

په ډیرو هیوادونو کې په ژمي کې د بدن د مرطوب او لوند ساتلو لپاره د بدن خاص کریمونه شته خو که له تاسو سره دغه ډول کریمونه نه وي  له واسیلین او پارافینو څخه کار واخلئ چې ارزانه هم دي.

په ډیروګرمو اوبو حمام مه کوئ که وچ پوستکی لرئ لږ حما م کوئ. دغه  راز له خاورو او دوړو ځان وساتئ عطر لرونکي او  وچ صابونونه  مه استعمالوئ او ملایم صابون چې لږ تیزابي مواد ولري استعمال کړئ. شیدې کولای شي ستاسو د پوستکي د وچیدا مخه ونیسي هره شپه یو ګیلاس شیدې ډیره ګټه لري.

په خوراکي رژیم  کې مو سبزیانې  او میوه ډیره کړئ البته ډاکټرن وايي کدو ډیره مرسته کوي.

د پوستکي غوړ د ابو د تبخیر لپاره ضروري وي نو له حمام کولو وروسته حتماً خپل بدن په مرطوب کوونکو موادو غوړ کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *