تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي استعفا وکړه او ویلي یې دي چې له حکومت سره د اختلاف لرلو له کبله یې دنده پرې ایښې ده.
حکمت خلیل کرزي د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته په خپل لیکلي استعفالیک کې ویلي چې د حکومت له مشرتابه سره د نظر د موجود اختلاف له کبله غوره بولي چې له خپلې دندې استعفا وکړي او له خلکو سره پاتې شي.
کرزي همداراز ویلي، موجودو اختلافاتو د هیواد او ملي ګټو لپاره د ده د کار ساحه تنګه کړې ده.
ده په زغرده نه دي ویلي چې پر کومو مسلو اختلاف لري.
د سږ کال په لومړیو کې اوازې وې چې ممکن خلیل کرزی د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته ځان کاندید کړي. په عین حال کې داسې هم ویل کېدل چې لوی ملي ايتلاف، چې د محقق، دوستم او نور په مشرۍ جوړ شوی دی، غواړي چې حکمت خلیل کرزی د ولسمشر په توګه کاندید کړي.
ارګ تراوسه پورې د حکمت کرزي د استعفا په اړه څه نه دي ویلي.
Every government official can leave but doesn’t have to state the reasons.