د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق

تاند- له کندهار څخه خبري سرچینې وایي چې د دغه ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د ولایت په ماڼۍ کې په نننۍ پېښه کې وژل شوی دی.

د کندهار روغتوني سرچینې وایي چې جنرال رازق چې په سخت ټپي حالت کې وروړل شوی وو، د ټپونو تاب یې نه دی راوړی او وژل شوی دی.

د برتانیا میل ورځپاڼه وایي، چې د جنرال رازق ۶ ساتونکي هم ټپیان شوي دي، او ویل کیږي چې ډزې د والي ساتونکي کړي دي.‌

سرچینې وایي، چې د کندهار والي، د ملي امنیت رییس او د قول اردو قوماندان ټپیان شوي دي.

د یوه راپور په اساس، دوه امریکایي پوځيان هم ټپیان شوي دي.

د نورو تلفاتو دقیق شمېر معلوم نه دی خو ویل کیږي چې د کندهار د ملي تلوېزیون یو خبریال هم وژل شوی دی.‌

د خبري سرچینو په اساس، نن په کندهار کې د امنیتي چارواکو یوه غونډه روانه وه چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو امریکایي قوماندان جنرال سکاټ میلر هم په کې برخه لرله چې په غونډه کې ډزې وشوې.

که څه هم چې په جنرال رازق له بشري حقونو څخه د سرغړونې تورونه لګېدل لاکن نوموړی په کندهار او جنوب لویدیځه حوزه کې یو پیاوړی قوماندان وو چې هلته یې د امنیت په ټینګښت کې فوق العاده رول درلود.

دا خبر بیا بیا تازه کیږي.

———

د کندهار د والي په دفتر کې چاودنه او ډزې شوي دي

راپورونه وايي چې د کندهار ولایت په ودانۍ کې چاودنه شوې او ورپسې ډزې اورېدل کېږي.

تراوسه پورې د پېښې جزییات نه دي څرګند.

ویل شوي چې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر استازو نن په کندهار کې له والي او نورو چارواکو سره غونډه لرله.

ځینې راپورونه وايي چې د حملې په مهال په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان جنرال میلر هم په غونډه کې حاضر و او څو ملګري او ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

د کندهار د والي ویندوی هم ژوبل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *