په اسلام کې پر شورا ټینګار شوی او له مسلمانانو غوښتل شوي، چې په خپلو منځونو کې دې مشورې وکړي.
پیغمیر صلی الله علیه وسلم ته الله تعالی امر کړی، چې له صحابه کرامو سره مشوره وکړه:
(وشاورهم فی الامر) لایه

ژباړه: الله جل جلاله خپل خوږ پیغمبر ته وايي چې، پخپلو کارونو کې له صحابه کرامو سره مشوره وکړه.

(وامرهم شورا بینهم) لایه

ژباړه: ددوۍ ټول  کارونه به په مشوره ترسره کیدل.
پرته له شکه، چې شورا زیاتي ګټې لري او کوم کار، چې په مشورې سره تر سره شي، بیا پښيماني او نیمګړتیاوې نه لري.
په تېرو وختونو کې صحابه کرامو خپله مشري د مشورې او یا هم د وصیت له لارې ټاکلی ده.
خو په نننۍ نړۍ کې د وکیل او ولسمشر ټاکلو ډېره غوره لار د ازادو او عادلانه ټاکنو ترسره کول دي.
د ټاکنو په اړه د اسلام نظر کولای شو په ددو سرچینو یعنې قران او د اسلام د ستر پیغمر صلی الله علیه وسلم د سنتو تر سیوري لاندې وڅیړو، د اسلام په پیل کې او ان د حضرت صلی الله علیه وسلم له رحلت څخه وروسته صحابه کرامو، د خلکو د بیعت ،دمشر ،خلیفه او دپیغمر علیه السلام د ځای ناستي د ټاکلو په اړه له شوراو څخه کار اخیستلو.
 اوسمهال د ولسواکی د حاکمیت لپاره دغه کار یو منل شوی نړیوال اصل ګڼل کیږي او په زیاتو هیوادونو کې خلک له همدغه لارې خپل نوماند ته رایه استعمالوي.
نو باید وویل شي چې د ټاکنو ترسره کیدل په اسلام کې دشورا له اصل څخه سرچینه اخلي چې ترمخه یې خلک دی ته اړکیږي چې درایي اچونې په واسطه د خپلي خوښي نوماند ته رایه ورکړي.

ځینې وطن پلورونکي بیا د څو پردیو اجیرانو په وسیله د ولسونو اذهان مخشوشوي او وايي چې په دې بڼه چې اوس ټاکنې کیږي د پیغمبر علیه السلام په وخت کې نه دي ترسره شوي، موږ وایو چې تاسې هم په دې قائله ياست چې ټاکنې شته خو یواځې طریقه يي بدله ده او چې دا هم د وخت اړتیا ده، په همدې اړه مو د لاندې فقهي قاعدې تر مضمون لاندې پر موضوع د علما‌ءو ګڼ نظرونه راخیستي.

(لاصل فی الاشیاء الاباحه)

ددې فقهي قاعدې تر مضمون لاندې استاد دکتور علی جمعه وايي:

اصل په شیانو کې اباحت (رواه والی ) دی.

هغه زیاتوي: هغه چې په اړه يي قاطع نص د حراموالي نه وي راغلی هغه مباح یا روا دي.

الله جل جلاله فرمايي: (( قُلْ تَعَالَوْا أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ ۖ))

ژباړه: الله جل جلاله خپل حبیب ته وايي: دې قوم ته ووایه راشئ له هغه څه مو خبر یا يي تاسې ته واوروم چې الله حرام کړي.

دکتور صیب جمعه وايي چې، هغه شیان او کارونه چې حرام دي هغه ټول ذکر شوي، نو ولې په قصدي او یا هم د ناپوهۍ لامله په ځان حلال کړای شوي او یا هم مباح شوي کارونه او شیان حرام کړو.

حدیث شریف دی وايي: ((ما احل الله فهو الحلال وما حرّم فهو حرام وما سکت عنه فهو عفوُ))

ژباړه: کوم څه چې الله حلال کړي هغه حلال دي، کوم څه چې ېې حرام کړي هغه حرام دي او د کومو شیانو څخه چې الله چپ پاتې شوې نو هغه د الله جل جلاله لخوا څخه عفه یا بخښنه ده.

د همدې امله الله جل جلاله او خوږ پیغمبر دې زیاتو پوښتنو څخه منع کړې یو

الله فرمايي:

               (( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَسْأَلُوا عَنْ أَشْيَاءَ إِن تُبْدَ لَكُمْ تَسُؤْكُم))

په دې ځای کې الله مومنانو ته ادب ښودلې او ورته يي ویلي چې د هغه څه چې تاسې ګټه نه رسوي پوښتنه مه کوئ.

شیخ شمس الدین رحمه الله بیا په دې اند دې

هغه واېې: د قانون سره سم ټاکل کیدل او یاهم ټاکل دا په اصل کې په یو چا ګواهي ورکول دي

په پارلماني ټاکنو کې ولسمشر د خپل ولس څخه ګواهي اخلي چې فلانکی نوماند څنګه انسان دې اهل دې چې په پارلمان کې د خپلو خلکو استازیتوب وکړي که یا؟

شیخ صیب وايي: د یو هیواد اوسیدوونکي په ۳ ډوله دي

  1. هغه چې د یو نوماند څخه خبر دي چې نوموړی شخص پارلمان ته وړ شخص دې نو په دې وخت کې په دې کس واجب ده چې خپله رائه همدغه وړ شخص ته استعمال کړي، په دې اړه ېې د الله حکم داسې بیان کړی:

لقوله تعالی: ( وَ لا تَکْتُمُوا الشَّهادَةَ وَ مَنْ يَکْتُمْها فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ وَ اللَّهُ بِما تَعْمَلُونَ عَليمٌ )

ژباړه: تاسې ګواهي مه پټوۍ ، څوک چې ګواهي پټوي په تحقیق سره زړه ېې ګنهګار دې، تاسې چې څه کوې د هغې څخه الله خبر دې.

  1. نوموړی زیاتوي:

که چیرې یو کاندید بد انسان وي او د هغه خلاف دې رائه یو ښه او وړ شخص ته استعمال نکړه نو تا په اصل کې د هغه بد او ناوړه شخص په غیر مستقیمه بڼه ملاتړ وکړ ځکه دیني قاعده ده، چې په یو حالت باندې چپ پاتې کیدل د رضایت او خوښې په مانا ده.

  1. مګر هغه کسان چې د هیڅ کس په اړه د ښه او بد مالومات نلري نو شیخ صیب واېې:

هغه دې رائه نه استعمالوي د لیل د الله کلام را اخلي : وَلا تَقفُ ما لَيسَ لَكَ بِهِ عِلمٌ ۚ 

ژباړه : د هغه څه په اړه چې مالومات نلرې خبرې مه کوه.

نو اوس دلته په ځانګړي ډول د دیني علماء کرامو او په ټوله کې د باسوادو خلکو مسوولیت دا شو چې د ټآکنو موضوع هر ناخبره کس ته ورسوي، او علماء دې د جمعې مبارکې ورځ خطبه کې په ټاکنو خبرې وکړي.

د اوسني عصر یو بل جید عالم الشیخ العلامة صالح اللحیدان، چې محصلینو ورڅخه پوښتنه داسې وکړه: د اوسني وخت په پارلماني ټاکنو کې ګډون کول څه حکم لري؟

هغه ورته په ځواب کې وفرمائل: که فکرکوې چې نوموړی نوماند مو په هیواد کې دین او دنیا ته په خیر دې نو په داسې حالت کې پر تاسې واجب ده چې خپله رائه نوموړي نوماند ته استعمال کړې، او که پوهیږې چې یاد شخص مو په هیواد کې ددین او د نیا په تاوان دې نو بیا هم پر تاسې واجب ده چې د نوموړي نوماند پر خلاف رائه استعمال کړئ.

One thought on “شورا او په هیواد کې روانې ټاکنې څه حکم لري؟ | عتیق ژمن”
  1. دا سی خو هم نه ده چی هندوانو ته پکی چوکی ورکړی که د هفوی اکثریت زیات شو هنودیزم به منو الغیازباالله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *