تاند- په بغلان ولایت کې امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د دې ولایت په بورکه ولسوالي کې د انتخاباتو د کمیسیون ۲۰ تنه ساحوي کارکوونکي یرغمل کړي دي.

د بغلان د بورکې ولسوالي قوماندان محمدعلي ابراهیمي نن /جمعه/ وویل، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ساحوي دفتر دا ۲۰ کارکوونکي دوې ورځې وړاندې د تنګي مرچ په سیمه کې تښتول شوي دي.

د ابراهیمي په وینا، طالبانو د انتخاباتو د کمیسیون یو شمېر نورو کارکوونکو ته د ټېلفون له لارې خبرداری ورکړی چې د انتخاباتو په ورځ /سبا/ کار ته حاضر نه شي.

له بلې خوا په بغلان کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ولایتي رييس عبدالقادر صافي ویلي چې طالبانو په بورکه ولسوالي کې د رای ورکولو د ساحوي مرکزونو ۴۵ کارکوونکي برمته کړي وو چې د هغو له منځه یې ۳۵ تنه خوشي کړي خو ۱۰ تنه لا هم له دې ډلې سره یرغمل دي.

صافي دا هم وویل چې نن سهار /جمعه/ طالبانو په بورکه ولسوالي کې د رای ورکولو د یوه مرکز د مسوول پلار او ورور له ځان سره بیولي دي.

د بغلان د بورکې ولسوالي په مرکز او کلیو کې به سبا د رای ورکولو ۸ مرکزونه پرانیستي وي.

په بغلان ولایت کې دا ولسوالي، چې له کندوز او تخار سره پوله لري، تر ټولو ناامنه ولسوالي ګڼل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *