تاند- د افغانستان د ولسي جرګې تر انتخاباتو یوازې څو ساعته مخکې ملګروملتو له افغانانو وغوښتل چې تروریزم ته نه ووايي او په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

ملګروملتو په داسې حال کې افغانان په انتخاباتو کې ګډون ته هڅولي چې ترهګرو ډلو تر بل هر وخت پر ملکي وګړو حملې زیاتې کړي دي.

طالبانو، چې پوهېږي افغانان د دوی په غوښتنه له رای ورکولو نه راګرځي، په انتخاباتو کې له ګډونه د ولس د راګرځولو لپاره هغوی ته د مرګ خبرداري ور کړي دي.

داعش هم له طالبانو سره یو هدف تعقیبوي.

نن /شنبه/ له کندهار او غزني پرته د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې په ۲۵۰ چوکیو کې د ۱۲۸ چوکیو لپاره استازي ټاکل کېږي.

۲۲ استازي د غزني او کندهار دي چې نن ورته انتخابات نه کېږي.

په کابل کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یوناما د جمعې په ورځ ناوخته هیله څرګنده کړه چې انتخابات په ارام او سوله ییزه فضا کې وشي.

ملګروملتو د طالبانو له لوري د کندهار د امنیه قوماندان او د ملي امنیت د رييس ترور هم په کلکه غندلی دی.

د عبدالرازق وژنه طالبانو ته نژدې هیوادونو ایران او پاکستان هم په غندلې ده.

ملګروملتو ویلي چې د رایې استعمال د افغانانو طبیعي حق دی او طالبان باید خلک په دې خاطر ونه ګواښي چې رایبکسونو ته رایې اچوي.

د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش او د امنیت شورا غړیو هم ویلي چې باید پر رای ورکوونکو حمله ونه شي.

د ملګروملتو امنیت شورا په افغانستان کې د وروستیو ورځو تروریستي حملې په کلکه غندلي دي.

د انتخاباتو په اړه د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال او د انتخاباتو د امنیتي کمیسیون د رييس لوی پاسوال اختر محمد ابراهیمي پیغام:

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *