برید جنرال جیفري سمایلي

تاند- امریکا تایید کړه چې پر جنرال عبدالرازق د یوه نفوذي په حمله کې د امریکا د پوځ یو بریدجنرال هم ټپي شوی دی.

طالبانو ادعا کړې چې نفوذي د دوی غړی و.

د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې د والي د یوه نفوذي ساتونکي په حمله کې د کندهار د امنیه قوماندان او د ملي امنیت د رييس په ګډون څو تنه شهیدان او د والي په ګډون څو تنه نور ژوبل شول.

د فکس نیوز د راپور له مخې، پنتاګون تایید کړه چې د کندهار د تېرې اوونۍ په حمله کې د امریکا د پوځ یو بریدجنرال جیفري سمایلي ټپي شوی دی.

واشنګټن پوسټ د یکشنبې په ورځ د سمایلي د ژوبلېدو راپور ورکړی و او په عین حال کې یې ویلي و چې پر نوموړي یوه مرمۍ لګېدلې ده.

د بریدجنرال سمایلي په اړه ویل کېږي چې لا هم تر تداوۍ لاندې دی او روغتیايي حالت یې مخ په ښه کېدو دی.

په دې برید کې په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان امریکايي جنرال جنرال سکاټ میلر روغ رمټ پاتې شو حال دا چې حمله کوونکی په ځینو خپرو شویو عکسونو کې لیدل کېږي چې د میلر شا ته روان دی.

جنرال میلر له حملې وروسته وویل چې د دې برید هدف نه و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *