تاند- د افغانستان د حکومت اجرايي ريیس عبدالله عبدالله د کندهار د تېرې پنجشنبې د ورځې په پېښه کې د بهرنیو پوځیانو د لاس لرلو اوازې په کلکه رد کړې.
د کندهار د پنجشنبې په حمله کې، چې د دې ولایت درې تر ټولو جګپوړي چارواکي پکې په نخښه شول، د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان روغ پاتې شو او له همدې کبله ځینو افغانانو په ټولنیزو شبکو کې اوازې خپرې کړې چې دا برید امریکایانو کړی دی.
عبدالله عبدالله نن /دوشنبه/ د وزیرانو شورا په اوونیزه غونډه کې، دا اوازې بې اساسه وبللې او هغه یې په افغانستان کې د تشدد د لا زیاتولو او د کړکېچ د پراخولو لپاره دسیسه وبلله.
ده وویل، د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وژنه د افغانستان د دښمنانو یوه دسیسه وه.
عبدالله په عین حال کې خبرداری ورکړ چې د اوازو خپراوی د دښمنانو دوهمه دسیسه ده چې له دې لارې تاوتریخوالی نور هم زیات کړي.
دا اوازې د عبدالرازق شهید قاتلانو خپرې کړي دي… دا اوازه خپرول چې ګنې دا کار غوڅ ملاتړ (ماموریت) کړی دی، د دښمن ژرندې ته د اوبو تویولو معنا لري. د افغانستان دښمنان هغه کسان دي چې د طالبانو ملاتړ کوي. که په هر هیواد کې وي، طالبانو ته پناه ورکوي او توجیه کوي؛ حتي که په دننه افغانستان کې هم وي.»
د اجرايي رييس په وینا دښمنان غواړي چې د اوازو په خپرولو د افغانانو ترمنځ یووالی او له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان مشارکت زیانمن کړي.

د کندهار له حملې وروسته وسله والو طالبانو وویل چې حمله کوونکی د دوی نفوذی کس و.
راپورونه وايي چې دا کس، چې ګلبدین نومېده، دوې میاشتې پخوا په ملي پولیسو کې جذب شوی و او په وروستیو دوو ورځو کې د کندهار د والي ساتونکی ګومارل شوی و.
په کندهار کې پولیس وايي چې په دې قضیه کې یو بل لاس لرونکی پاکستان ته تښتېدلی دی.