تاند- د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ورور د کندهار د نوي امنیه قوماندان په توګه وټاکل شو.

تادین خان نن /دوشنبه/ په یو لړ مراسمو کې د کندهار د نوي امنیه قوماندان په توګه معرفي شو.

جنرال عبدالرازق تېره پنجشنبه د والي په دفتر کې له غونډې وروسته د یوه نفوذي په ډزو د کندهار د ملي امنیت له رييس سره یوځای ووژل شو.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، حمله کوونکي تر حملې یوازې ۵ دقیقې وړاندې له افغانستانه دباندې له یو چا سره ټېلفوني خبرې کړې وې.

تېره اوونۍ د جنرال عبدالرازق له وژل کېدو وروسته د کندهار ځینو قومي مشرانو غوښتنه وکړه چې د نوموړي کشر ورور تادین خان دې د کندهار امنیه قوماندان وټاکل شي.

ځینې قومي مشران وايي چې باید هغه سیستم وساتل شي چې د کندهار پخواني امنیه قوماند جنرال عبدالرازق رامنځته کړی و او په نتیجه کې یې کندهار تر ډېره د طالبانو له حملو ژغورل شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *