تاند- د افغانستان د ملي امنیت رييس محمد معصوم ستانکزی وايي، د کندهار د وروستۍ پېښې عامل تر بید لږ مخکې له بهر سره ټېلفوني خبرې کړې وې.
ښاغلي تانکزي نن /دوشنبه/ په کندهار کې یوې خبري غونډې ته وویل، د والي ساتونکي، چې جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت ريیس عبدالمومین حسین خېل یې شهیدان کړل، په جعلي نوم او تذکره په پولیسو کې ګومارل شوی و.
ستانکزي وویل، حمله کوونکي تر حملې لږ مخکې له پولې پورې خوا ته له یو چا سره ټېلفوني خبرې کړې وې چې دوه نیمې دقیقې یې دوام کړی و.
ستانکزي دا هم وویل چې هغه یوه نیمه میاشت پخوا ګومارل شوی و.
مخکې د کندهار ځینو نورو چارواکو ویلي و چې دا کس دوې میاشتې پخوا ګومارل شوی و.
د افغانستان د ملي امنیت ريیس وویل، کله چې حمله کوونکي ډزې پیل کړې، له جنرال میلر سره ملګرو بهرنیو پوځیانو هم ځوابي ډزې وکړې.
ښاغلي ستانکزي یو شمېر فیسبوکي اوازو ته هم ځواب ووایه، ویې ویل چې د کندهار د والي په دفتر کې له افغان چارواکو سره د جنرال میلر غونډې نیم ساعت دوام وکړ او په لړ کې یې نه د ډیورند په اړه او نه هم د سولې په اړه خبرې شوي دي.
ځینو اوازې خپرې کړي چې امریکايي جنرال د ډیورند مسله مطرح کړه او د جنرال عبدالرازق له مخالفت سره مخامخ شو.
نن د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله هم د کندهار په پېښه کې د امریکايي پوځیانو د لاس لرلو اوازې په کلکه رد کړې او دا ډول اوازې یې د دښمنانو دسیسه وبلله.
http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/114929
د افغانستان د ملي امنیت رييس، چې د کندهار د چارو د اداره کولو لپاره موقتاً کندهار ته استول شوی، وايي چې د پنجشنبې د پېښې په تړاو ۱۵ تنه نیول شوي دي چې پوښتنې – ګروېږنې ورڅځه روانې دي.