قومندان صېب په شهرنو کې د خپل اته منزله کور په تخت بام ناست او لاندي د کابل ښار ننداره یې کوله چي تړننګا ااا شوه، پرله پسې څلور پینځه مسیجونه ورته راغلل موبایل یې له جېبه راویست او بټه کوته یې پرې وښوروله په مسینجر کې یې دعکسونو په لیدو سپږمې ویړي شوې او زوی ته یې مخ ورواړاوه عثمانه بچیه! همدا ضد مرمۍ موټر مي له دوبۍ څخه تا ته راوغووښت.
عثمان د لاندنې شونډي سره یو نوک ږیره په دوو ګوتو تاوو کړه پلار ته ورنږدې شو د موبایل په سکرین یې د موټر عکس ته وکتل او ورغبرګه یې کړه:
ښه ده خو ماډل یې دوه کاله ټیټ او رنګ یې چندان رنګ نه دی.
قومندان شونډې لکې کړې او ښځې ته یې وویل: وګوره! نازولي زوی ته دې په څلوېښت زره ډالره مي موټر ورته اخیستی اوس وایې: ماډل یې ټیټ او رنګ یې ښه نه دی زه چی د ده په عمر وم په کلي کې به ډم بایسکل نه وو درولی ما به بیا ترپولی وو. تل به مي پلار په همدې کار وهلم. قومندان لا خبره نه وه خلاصه کړې چی عثمان په نازولې انداز وویل:
مورې!!!! پلار مي په کومه زمانه کې ژوند کړی؟ کله چی کوم خوراک خوند نه راکوي پلار مي وایې چي موږ به پردي شړومبي ته سترګي وتلې، د ټوکانو په ناتار نه وو ماړه په ترکیه کې مې د کور اخیستل یاد کړل په ځواب کې یې راته وویل چي ټوله ځواني مي همسایه توب کي تیره کړې په کلي کې چا کوټې نه راکولې تل به مي د کور تخنې په څټ کې بار وو اوس چې مې موټر ندی خوښ وایی چي موږ ته به د ډم بایسکل نه رسېده او ته په موټرو نخرې کوې یو ځل خو د نورو جهادي قومندانانو زامن وګوره! هرکال نوی ماډل موټر اخلي مورې په سرسپین ګاچ ټکری سم کړ د لمر وړانګو ته یې په ګوتو د زرو ګوتمۍ وځلېدې او زیاته یې کړه:
هی زو یه! د پلار په خبرو پسي دي سر مه ګرځوه هغه جهاد ګکی ورته ښه شو کنه خدایکه چا په نس مزدور کړای وای.