تاند- نړیوال بانک د ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو او د کلیوالي ښځو د ملاتړ لپاره له افغانستان سره څه باندې څلور سوه ملیون ډالره مرسته کوي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر رييس شوبهم چودري نن /سې شنتبه/ په کابل کې د افغانستان له مالیې وزیر ډاکتر محمد همایون قیومي سره د ۴۰۳ ملیون ډالرو مرستې موافقه لاسلیک کړه.

د دې مرستې ۷۵ ملیون ډالره به د پوهنې او لوړو زده کړو چارو ته ځانګړې وي.

د مالیې وزارت وايي چې دا پیسې به په لومړنیو او منځنیو ښوونځیو کې د زده کړې د شرایطو پر ښه والي، د لوړو زده کړو د ظرفیت لوړولو او همداراز په کلیوالي سیمو کې د ښځو د اقتصادي او ټولنیزو وړتیاوو په ښه والي ولګول شي.

د نړیوال بانک ريیس وویل چې د افغانستان نیمايي ښوونځي ودانۍ نه لري او ډېر هلکان او نجوني یومخ له زده کړو بې برخې دي.

د مالیې سرپرست وزیر ښاغلي قیومي وویل “د ښځو د پیاوړتیا او روزنې په پروګرامونو کې پانګونه، د جنسیتي برابروالي د تحقق، د بېوزلۍ کمېدو، اقتصادي ودې او د هغوی د عوایدو د زیاتوالي لپاره مستقیمه لاره ده. ښځې په ټولنه کې د پام وړ برخه جوړوي، د هغوی پیاوړتیا به په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې مرسته وکړي. د افغانستان بیا رغونې وجهي صندوق له شریکانو او د ښوونې او روزنې له نړیوال مشارکت څخه مننه کوم چې په افغانستان کې زموږ له پراختیایي پروګرامونو سره دوامداره همکاري کوي.”

د مالیې وزیر او د نړیوال بانک د ريیس ترمنځ د موافقې په مهال د کلیو د پراختیا او بیارغونې، پوهنې، لوړو زده کړو وزیران اود ښځو مرستیال وزیره هم حاضر ول.

د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي وویل، په مجموع کې اووه ملیونه او ۳ لکه ماشومان به د اقرا پروګرام په چوکاټ کې له دې مرستې ګټه واخلي.

د اِقراء پروژه د یو پنځه کلن پروګرام پر اساس د هغو ماشومانو، په تېره بیا نجونو ملاتړ کوي چې په ښارونو او شاته پاتې ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې اوسي او په بېلابېلو علتونو ښوونځي ته له تګ څخه بې برخې شوي دي. همدا رنګه د دې پروژې د فعالیتونو محور د ښوونکو لپاره د تدریسي مهارتونو په ښه والي باندې هم تمرکز لري.

د اِقراء پروژه به د پوهنې او د کلیو د پراختیا او بیا رغونې وزارتونو په ګډه همغږي او همکاري تطبیق شي.

د دې مرستې نژدې ۱۰۰ ملیونه د ښځو د وړتیاوو د زیاتولو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پروژه د افغانستان د ملي سولې او پراختیا چوکاټ له موخو سره په همغږي طرحه او پلان شوې ده.

ټاکل شوې ده چې ۵ ملیون ډالره د لوړو زده کړو له پراختیايي پروژې سره د یو شمېر بریالیو فعالیتونو د تطبیق او پراختیا لپاره څلورو برخو ته ځانګړې شي: (الف) په دولتي پوهنتونونو کې د استادانو لپاره د ظرفیت د لوړولو د هڅونې لپاره یو شمېر تحصیلي بورسونه برابر شي، چې هغوی د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه خپلو زده کړو ته دوام وکړي، (ب) د ښوونې او روزنې د استادانو لپاره د پایلو پر بنسټ د یو لړ روزنیزو پروګرامونو پیلول او د محصل – محوره زده کړو تشویق او هڅونه، (ج) د ستراتیژیکې پراختیا د پلانونو په جوړولو کې له پوهنتونونو څخه د مالي او تخنیکي ملاتړ، او (د) په پوهنتونونو کې د انفرادي او ډله ییزو تحقیقي پروژو ملاتړ.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس، شوبهم چوهدري د د دې موافقې د لاسلیکولو په اړه وویل«د افغانستان په نوي نسل باندې پانګونه، غوره ښوونیزو او روزنیزو فرصتونو ته د افغانستان په ټولو سیمو کې د ځوانانو په تېره بیا د نجونو د لاسرسي ضمانت او له بلې خوا د افغانستان د کلیوالو ښځو د ظرفیتونو او وړتیاوو د پراختیا او هڅونې لپاره د یو لړ اقتصادي او ټولنیزو پروګرامونو ملاتړ، ممکن په اوس وخت کې دوه ډېر مهم نوښتونه وبلل شي چې په افغانستان کې د یوې هوسا او سوکاله راتلونکې د برابرولو لپاره موږ تطبیق کړو..»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *