تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /سې شنبه/ په کندهار کې وویل چې د دې ولایت د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د وژلو دسیسه په پاکستان کې جوړه شوې وه او له اسلام اباده غواړي چې د دسیسې جوړوونکي افغانستان ته وسپاري.
ښاغلي غني د کندهار خلکو ته ډاډ ورکړ چې د دې ولایت امنیت او ثبات ورته لومړیتوب لري او له ټولو امکاناتو څخه به د کندهار د امنیت د خوندیتوب لپاره کار واخلي.
ده وویل«پاکستان ته وایم چې دا دسیسه ستاسو په خاوره کې جوړه شوې ده. مجرمان راوسپارئ چې موږ یې محاکمه کړو. هر راز نړیوال پلاوی چې تاسو ته د منلو وي، رادې شي څېړنې دې وکړي چې موږ په حقه یوو که نور…»
ولسمشر غني جنرال عبدالرازق د افغانستان د ازادۍ اتل وباله.
ولسمشر د جنرال رازق له مور سره وکتل او د هغې لاسونه یې مچه کړل.
ښاغلي غني جنرال عبدالرازق ته «د ازادۍ اتل» لقب د ورکولو ترڅنګ ژمنه وکړه چې د کندهار د پولیسو د روزنې مرکز به د جنرال رازق په نوم کړي.
ده همداراز وویل چې د جنرال عبدالرازق مقبره به پخپله جوړه کړي او د کندهار له خلکو سره به سلامشورې کوي.