جاوید امیري

جنرال مېلر په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان دئ، هغه څوک چې په افغانستان کې پر طالب وسلوالو د هوایي او ځمکنیو بریدونو قومانده ورکوي ، او د کندهار په برید کې د طالبانو له بریده روغ رمټ راوځي. جنرال مېلر په کندهار کې د جنرال رازق سره د ټاکنو په اړه په هغه غونډه کې حضور درلود چې په پای کې یې جنرال رازق او د کندهار د ملي امنیت ریس جنرال مومن شهیدان او والي ټپي شول خو جنرال مېلر ته هېڅ زیان ونه رسېد ، طالبانو تر برید یو ساعت وروسته دا برید ددوی د نفوذي غړي (ابودجانه) کار وباله او ادعا یې وکړه چې برید بریالی وو او هدف یې له منځه وړی دئ، اما دلته پوښتنه داده چې آیا جنرال مېلر دوی ته لوی هدف وو که جنرال رازق ؟

د ملي امنیت لوی ریس محمد معصوم ستانکزي پرون ورځ له رسنیو سره د برید په اړه تازه مالومات شریک کړل ښاغلي ستانکزي وویل چې بریدګر تر برید ۱۰ دقیقې وړاندې د ټلېفون په ذریعه له پاکستان سره اړیکه درلوده ، په ملي امنیت کې د مؤثقې سرچینې په قول چې دا ټلیفوني اړیکه یې اورېدلې وايي د بریدګر له خبرو ښکاري چې بریدګر لدې نه وو خبر چې په غونډه کې جنرال مېلر هم شتون لري کله چې بریدګر د جنرال مېلر له شتونه خبرېږي په پاکستان کې له طالب مشر مولوي شیرین سره چې دا برید یې طرحه کړی وو اړیکه نیسي او د جنرال مېلر له شتونه یې خبروي، مولوي شیرین څو ځله په تاکید سره بریدګر د جنرال مېلر له وژنې منع کوي او ورته وایي چې مېلر ته باید د وېښته اندازه زیان هم ونه رسیږي.

بریدګر هم مولوي شیرین ته اطمینان ورکوي او لس دقیقې وروسته کله چې جنرال سکات مېلر طیارې ته پورته کیږي بریدګر پر جنرال رازق ډزې کړې او د جنرال رازق په ګډون دری تنه په شهادت رسوي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *