پوهندوی آصف بهاند
د ډنمارکی اِتنوگراف، کلاوس ویلهیلم فردیناند په باب خبرې کول او څه لیکل د دې له پاره اړین دي چې یو خو یې د افغانستان د خلکو، د افغانستان د دود دستور او کوچیانو د ژوند د څرنگوالي په باب ډیر کار کړی دی او بل دا چې د همدېډنمارکی کلاوس فردیناند هڅې، مرسته او تشویق و چې د پښتو ادبیاتو د اوسنۍ دورې د داستاني ادبیاتو د پاچاگي، سعد الدین شپون، د ژوند لوری یې وربدل کړ. تفصیل