تاند- یو امریکايي ستارټ اپ غواړي د انسان په ذهن کې پرتې خاطرې د کمپیوټر په شان اپلوډ یا کښته کړي.
له ډېرو کلونو راهیسې دا نظریه مطرح ده چې د انسان په ذهن کې زېرمه شوي شیان په یوه کمپیوټر کې اپلوډ شي.
د امریکا په سانفرانسیسکو کې نیک ټام سټارټ اپ هڅه کوي یوه نوې طریقه ومومي چې په یوه فایل کې د انسان خاطرې او په ماغزو کې موجود موضوعات ثبت کړي.
د دې لپاره چې دا خیال په حقیقت بدل شي، څو تنو رضاکارو ته اړتیا ده چې په دې پروژه کې برخه واخلي. دا ضمانت هم نشته چې که څوک د دې پروژې د عملي کېدو لپاره له ژوند او مازغو لاس واخلي، نو ایا په نتیجه کې به یې هدف ترلاسه شي او که نه.
خو د نیکټام موسس رابرټ مک اینټایر ادعا کوي، په خورا دقت یې د انسان د مازغو د ساتنې لپاره د پرمختللې ټکنالوژۍ پر اساس یوه نوې طریقه موندلې ده.
ښاغلی اینټایر وايي، دا پرمختللې ټکنالوژي به د انسان ډېرې زړې خاطرې هم رابرسېره کولی او ساتلی شي.
نیکټام کمپنۍ د زرګونو کلونو لپاره په کنګل یا یخ وهلي حالت کې د انسان د بدن د ساتنې لپاره له کیمیايي موادو کار اخلي.