تاند- تویوتا کمپنۍ داسې روباټ جوړ کړ چې د باسکټبال له تکړه لوبغاړو سره سمه لوبه کولی شي او حتي له ۳ متره او ۶۰ سانتۍ څخه توپ ګول کولی شي.
د فوربس د راپور له مخې، د تویوتا کمپنۍ له لوري دا انسانوزمه باسکټبالر روباټ یو متر او ۹۰ سانتۍ ونه یا لوړوالی لري او د باسکټبال توپ له څه باندې درې نیم متره واتڼ څخه د باسکټبال کړۍ یا ګول ته په سل په سله دقت اچولی شي.
پر دې روباټ کیو (Q) نوم ایښودل شوی او له مصنوعي ذهانت یا ارټیفیشل انټلیجنس څخه په استفادې جوړ شوی دی.
دې روباټ ته موقع ورکړل شوه چې د جاپان د باسکټبال په غوره لیګ کې ولوبېږي.
کله چې کیو ته د باسکټبال توپ واچول شي، ملا ورته ټیټوي او هو بهو د عادي باسکټبالرانو په شان حرکات کوي.