تاند- د پاکستان حکومت رسماً د ملابرادر او دوو نورو طالب مشرانو د خوشي کولو اعلان وکړ.

د دوشنبې په ورځ /اکتوبر۲۲/ دي نیوز ورځپاڼې د باوري سرچینو په قول د ملابرادر د خوشي کېدو خبر خپور کړی و. (په تاند کې دا خبر ولولئ)

خو د چهارشنبې په ورځ د پاکستان حکومت رسماً اعلان وکړ چې ملا عبدالغني برادر او دوه نور طالب مشران یې د دې لپاره خوشي کړي چې د امریکا له متحدو ایالتونو او نورو دوستو هیوادونو سره د افغانستان د سولې په بهیر کې مرسته وکړي.

د پاکستان له لوري د دوو نورو خوشي شویو طالب مشرانو نومونه ملا محمد رسول او ملا عبدالصمد ثاني ښودل شوي دي.

ملا برادر د ملا عمر په ژوند کې د نوموړي مرستیال و.

آی ایس آی په ۲۰۱۰ م کال ملا برادر د پاکستان په کراچۍ کې وروسته له دې ونیوه چې ورته څرګنده شوه چې نوموړی په پټه د افغانستان له حکومت سره د تماس په هڅه کې دی.

پاکستاني رسنۍ وايي چې ملا رسول د طالبانو د اسلامي امارت د عالي شورا مشر و او تر دې وړاندې طالبانو د نیمروز ځانبولی والي ټاکلی و.

ملا رسول په ۲۰۱۶ م کال په دې خاطر په پاکستان کې ونیول شو چې نوموړي د مشر په توګه د ملا هیبة الله له منلو انکار وکړ.

ملا برادر ته دا منسوب عکس پاکستاني رسنیو په ځلونو خپور کړی او ویلي یې دي چې دا عکس د نوموړي دی

ملا هیبة الله د ملا منصور له وژل کېدو وروسته د پاکستان د پوځ له لوري په کوټه کې د طالبانو مشر وټاکل شو.

د پاکستان له لوري د ملا رسول له نیول کېدو سره سره د ده ډله لا هم په افغانستان کې فعاله ده او مشري یې ملا عبدالمنان نیازی کوي.

ملا عبدالصمد ثاني هم په ۲۰۱۶ م کال د کوټې په یوه مدرسه کې د پاکستان د پوځ له لوري ونیول شو.

د نوموړي په اړه هم ویل کېږي چې د ملا هیبة الله له مشرتابه سره یې اختلاف درلود.

پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي چې په دغه هیواد کې د طالبانو سرچینو هم د ملا رسول او ملا عبدالصمد ثاني خوشي کېدا تایید کړې ده.

ورځپاڼه وايي، دا کسان وروسته له دې خوشی کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو د جنوبي او منځنۍ اسیا مرستیالې الیس ویلز او ورپسې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړې.

پاکستان ولې اوس دا طالب مشران خوشي کړل؟

(پاکستان ټوډې) ته د پاکستان استخباراتي سرچینو ویلي چې ملا برادر او دوه نور طالب مشران دوه ورځې وړاندې د امریکا او قطر د حکومتونو په غوښتنه خوشي شول څو د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وشي.

د دوشنبې په ورځ (دي نیوز) هم ویلي و چې ملابرادر د قطري پلاوي په غوښتنه خوشي شوی دی.

د قطر د صدراعظم د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني په مشرۍ پلاوي د اسلام اباد د سفر په لړ کې له پاکستاني مشرانو سره وکتل.

ملابرادر یو له څلورو طالب مشرانو څخه دی چې د طالبانو د اسلامي تحریک بنسټ یې په ۱۹۹۴ م کال کېښود.

ملابرادر د طالبانو د حکومت په دوره کې او وروسته ګڼې مهمې دندې په غاړه لرلې.

پاکستان څو کاله پخوا هم د ملابرادر د خوشي کولو ادعا کړې وه خو اوس څرګنده شوه چې د پاکستان پخوانۍ ادعا دروغ وه. (تفصیل)

ګومان کېږي چې ملابرادر به نور طالبان وهڅوي چې د خپل هیواد جګړه د خبرو له لارې حل کړي او افغان وژنه پای ته ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *