محور ورځپاڼه

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه (فیفا) وایي، تر دې مهاله یې د ټاکنو د تیاري په چارو کې لس زره تخطۍ موندلې دي.

د فیفا ادارې ویاند محمد فهیم نعیمي وایي، د نوماندۍ د شرایطو لپاره د ثبت شویو کارتونو یوازې څلور زره یې کم عمره کسانو ته توزیع شوي دي.

پر ټاکنو څارونکي وایي، د کارتونو په وېش کې خورا زیاتې درغلۍ او تېروتنې وشوې، مخکې تردې چې د کاندیدانو نوم لیکنه پیل شي، هغه درغلۍ باید څېړل شوې وای. د ټاکنو کمېسیون درغلۍ یوه پر بله پسې شاته پرېږدي او پروسه ترینګلې کوي.

د رایې کارتونو وېشلو په درېیم پړاو کې، چې د عقرب تر اتلسمې به ادامه لري سیار ټیمونه په کلیو او ولسوالیو کې خلکو ته کارتونه وېشي، خو فیفا وایي، د دوو پخوانیو پړاونو مشکلات په دریم پړاو کې هم لیدل کېږي.

ددې ادارې د معلوماتو له مخې د لس زره لویو او وړو تخطیو له منځه یې یوازې څلور زره هغه موارد دي، چې د رایې کارتونو وېشلو په مرکزونو کې کم عمره کسانو ته کارتونه جوړ شوي دي.

په مرکزونو کې د ښځینه کارکوونکو کموالی، له عامه ځایونو د مرکزونو لرې والی، دندو ته د مرکزونو د کارکوونکو ناوخته راتلل، د عادي وسایلو د خرابۍ له وجې په ورځو ورځو د مرکزونو د کارونو ځنډېدل، بې غوري او د پولیسو نه همکاري نور هغه موارد دي، چې د ټاکنو په پروسه کې یې د خلکو ونډه کمرنګه کړې.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) ویاند محمد فهیم نعیمي محور ورځپاڼې ته ویلي، چې د تخطیو دغه لس زره موارد د افغانستان په ټولو هغو سیمو کې چې د رایې کارتونو وېشلو مرکزونه پکې شته د دوی ناظرینو کشف کړي دي :((دا ستونزې د رایې کارتونو د وېشلو په لومړي او دویم  پړاو کې وې، چې درېیم پړاو ته هم انتقال شوې، خو متاسفانه د ټاکنو کمېسیون زموږ د څارنې او نظارت کارونو ته چندانې ارزښت نه ورکوي او لا هم ستونزې ادامه لري.))

ښاغلي نعیمي په ټاکنو کمېسیون تور ولګاوه، چې د دوی نظارت نادیده نیسي او په وینا یې کله، چې دوی د خپلې څارنې نتیجه خپروي ددې پرځای چې شته ستونزې حل شي، مخالفت یې کېږي.

بلخوا د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه (فیفا) اندېښنه لري، چې په لسو ورځو کې د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو سپارل شوي سل زره کارتونه نشي ارزیابي کولای، چې د کاندیدانو د درغلیو څرک له همدې ځایه پیلېږي.

وړمه ورځ ولسمشرۍ او ولایتي شوارګانو ته د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر پای ته ورسېد، چې یوازې د ولسمشرۍ لپاره د نوماندانو شمېر تر ۲۹ رسېږي او په محدودو ورځو کې د ټاکنو کمېسیون له خوا د هر کاندید د سل زره رایو اصلي او جعلي معلومول مشکل کار دی.

تېره اونۍ محور داسې موارد ترلاسه کړي و، چې ساختماني شرکتونه له خلکو د رایې یو کارت له لسو تر شلو ډالرو پورې اخلي او د محور خبریال یوازې د کابل په لسو ساختماني شرکتونو کې موندلې وه، چې کارکوونکي یې د خپلو نوماندانو په ګټه د خلکو ډلې ډلې د رایو مرکزونو ته بوځي او دا ددې لپاره چې خپل نوماند پرې بریالی کړي.

د ټاکنو کمېسیون ویاند نور محمد نور محور ته وویل :((د وظیفوي مسوولیتونو په اساس د ټاکنو کمېسیون او شکایتونو اورېدو کمېسیون کارونه مشخص شوي دي، نو فیفا باید د تخطۍ دغه موارد د شکایتونو له کمېسیون سره شریک کړي، څو وروستی اقدام وشي.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *