استاد محمد معصوم هوتک  

د حمید مومند نوم په پښتو ادب کي د هندي سبک د بنسټگر په توگه ثبت دئ. هندی سبک په هندوستان کي د گورکاني شاهانو د واکمنیو پر مهال د فارسي ژبو شاعرانو پر لاس وزېږېد او وده ئې وکړه. ددې سبک اغېزې تر پښتونخوا پوري راورسېدې او د موجودو اسنادو له مخي لومړني پښتون شاعر چي دغه سبک ته ئې هرکلی ووایه او د خپل خدای ورکړي استعداد او عالي قریحې په برکت ئې د پښتو شعر په خواره بوښکې زېرمه کي له خوندورو تشبیهاتو، ادبي نزاکتو، شعري تلازماتو، او عالي پردازونو څخه ډکه اضافه را پرېښووله او ددغه رنگین سبک  لار ئې پرانیستله، همدا حمید مومند دئ. د حمید مومند په لاس دغي پرانیستي لاري خو پیروان زیات وموندل، اما په نازکخیالۍ کي دده ټینگ سوي ریکارډ ته ئې په هیڅ ډول ځانونه ونسوای رسولای. زه په دې لیکنه کي د حمیدد نامه ،لقب او استوگنځای په باب، دغه راز د حمید د آثارو په لړ کي د نیرنگ عشق پر اصل او ترجمه باندي یو څو خبري له درنو لوستونکو سره شریکوم.

د حمید مومند له نامه سره زموږ په لیکلي ادب کي د ( ماشوخېل) لقب داسي کوشیر سوی دئ چي زموږ نقاد څېړونکي ئې لا هم د یو راز مسلّماتو په توگه کاروي. ماشوخېل داسي یو نوم دئ چي هم د یوه پښتني اتنیکي هویت ( مومند) په ذیلي څانگو کي یاد سوی او هم پر یوه جغرافیایي واحد باندي ایښوول سوی دئ. په پښتني کلچر او تاریخ کي موږ نور هم داسي نومونه لرو چي مسماوي ئې هم قومونه وي او هم جغرافیایي سیمي. وردگ هم قوم دئ، هم سیمه. شینواري هم د قوم له پاره کارېږي هم د یوې جغرافیایي محدودې له پاره. پخپله مومند هم قام ته ویل کېږي، هم یوې پراخي اورشو ته. ماشوخېل د مومندو قام د یوې وړوکي څانگي په توگه هم لیکلي حوالې لري اود پېښور لمر لوېدو خواته د یوه کلي نوم هم دئ. دا نوم که څه هم په ځینو لیکلو روایتو کي د مومندو سړبنو د یوه ښاخ په توگه موندلای سو خو د انسابو په هغو جدولو کي زما نه دئ په سترگه سوی چي لیکلی ثبت ئې د یوولسمي هجري پېړۍ څخه د مخزن افغاني له لاري را پیل سوی او تر ننه ئې لا هم د تکرارولو عملیه دوام لري. ددغو جدولو د سموالي او ناسموالي له پاره د خورا ډېرو مستندو او علمي څېړنو اړتیا سته. مگر همدا جدولونه که ” څه نه دي، بې څه هم نه دي” او د پښتني انسابو څېړونکي تر هغه وخته پوري چي په دغه اتنوگرافیکي څېړنه کي د توکمپوهني د علمي معیارونو پر بنسټ یوې وروستۍ فیصلې ته رسېږي، مجبوره دي پر همدغو چارټونو باندي زړه نازړه تکیه وکړي. زه له دې ډاره چي د خپل مطلب له اورشو څخه لیري سوی نه یم، بیرته لنډ ( ماشوخېل) ته راگرزم. د یوه شاعر له نامه سره د لقب تړل به یا دده د خپل کلام د داخلي شهادت پر بنسټ ولاړ وي، یا به د کوم بل  مستند او پیاوړي خارجي شهادت پر تاداو. د حمید مومند پخپل کلام کي موږ د ماشوخېل لقب نه مومو، فقط یو ځای ئې ویلي دي :

چي د عشق طاعوني رنځ د حمید مل شۀ

ژر به ښخ په هـــــــــــدیره شي د مـــــــــــاشو

( دُر او مرجان  ـ ۷۳ مخ، پېښور)

د حمید ددغي وینا تر اغېزې لاندي د مستشرقینو او نورو شاعرانو او لیکوالو ذهن ته د (ماشوخېل) کلي نوم تداعي سوی دئ. ددغي اغېزې لومړی انعکاس د انگرېز مېجر هنري  جیورج راورټي ( ۱۸۲۵ــ ۱۹۰۶ع) په (Selections from the Poetry of the Afghans) کي په ۱۸۶۲ع کال را پیل سو او حمید مومند ئې د ماشوخېل کلي اوسېدونکی وباله. راورټي تر دغه اثر پخوا د خپل پښتو گرامر ( چاپ ۱۸۵۵ع کلکته) د مقدمې په ۴۵ مخ کي د حمید په باب یادونه لري خو هورې ئې د ماشوخېل لقب ورسره مل کړی نه دئ او صرف ” ملا عبدالحمید” ئې بللی دئ. په دغه مقدمه کي ئې حمید د سدوزي تیمورشاه معاصر گڼلی دئ چي څرگنده غلطي ده او د همدا تېروتنه تر ده وروسته هم تکرار سوې ده چي تاسي به ئې ولولئ.

تر راورټي وروسته قاضي میراحمدشاه رضواني پخپل (بهارستان افغاني ـ چاپ ۱۸۹۸ع) کي ولیکل :

بیاپه دور د تیمورشــــــــــــاه اودل دواره

ماشوخېلو کي راوخــــــــوت حمید خان

چي ئې وپېیل پــــــه زور د طبیعت خپل

د الفاظو په (پر) ځای ستوري د اسمان

د قاضي مرحوم په دې دوو بیتو کي درې گډوډۍ سته. لومړۍ خو حمید مومند د ابدالي تیمورشاه (۱۷۴۸ ــ ۱۷۹۳ع) د زمانې شاعر نه دئ بلکي د مغولي پاچا اورنگزېب (۱۶۱۸ ــ ۱۷۰۷ع) د عصر سړی دئ. دوهم ئې د حمید له نامه سره د (خان) لقب راوړی دئ. دا لقب که د قافیوي اړتیا له مخي نه وي، نو د حمید له نامه سره ئې راوړل سم نه ښکاري. ځکه حمید پخپلو اشعارو کي د ځان د غربت او نېستۍ ډېر بیانونه لري. دریم ئې د ( ماشوخېلو) په لقب کي صراحت نسته او هغه دا چي آیا دده مراد قوم دئ که سیمه؟ که ئې احیاناً مراد قوم وي نو په دې برخه کي هم د روایتو بېلابېلوالی سته. انگرېز ختیځپوه مېجر راورټي (۱۸۲۵ ـ ۱۹۰۶ع) زموږ تر بحث لاندي شاعر حمید مومند په (Selections of the Poetry of the Afghan – p 85) چاپ ۱۸۶۲ع کي د مومندو له خدریزي (Kadrizi) ښاخ سره تړلی بللی دئ. دده خپل بیان دئ :

“Abd-ul-Hamid, the author of the following poems, was born at Mashu Khel, a small village belonging to the Kudrizi clan, or branch, of the Afghan tribe of Mohmand, one of the purely Afghan tribes at present dwelling in the Peshawar district.”

د مېجر راورټي دغه حکم هم یو بې استناده حواله ده. د پېښور پُرکاره محقق ښاغلي همېش خلیل بیا په ورکه خزانه (اول ټوک ـ ۴۰۲ مخ) کي کښلي دي چي ” … د ډېر معتبر داخلي او خارجي شهادت له رویه مونږ دا وئیلی شو چه حمید په قوم د باړې مومند وو ….”  ده که څه هم ددغه ” ډېر معتبر داخلي او خارجي شهادت” تشریح ئې نه ده راوړې خو په قول ئې خدریزي ښاخ ته د حمید مومند انتساب چلینج کېدلای سي.

تر میراحمد شاه رضواني وروسته نورو منل سوو شاعرانو لکه قلندر، عبدالعظیم راڼیزي،استاد حمزه شینواري او نورو هم دا لقب تکرار کړی دئ. خو په دوی کي د سوات عبدالعظیم راڼیزي او استاد حمزه شینواري پر ( ماشوخېل) باندي نسبتي سوفیکس ور زیات کړی دئ او په ترتیب سره ئې حمید ” ماشو وال” او ” ماشوخېلی” بللی دئ چي له اول څخه د (ماشو) اوسېدونکی او له دوهم څخه د (ماشوخېل) اوسېدونکی فهمول کېږي.تر دې وروسته چي نورو محتاطو څېړونکو ته چي د مومندوله ماشوخېل ښاخ  او د پېښور په شاوخوا مضافاتو کي له ( ماشوخېل) کلي سره د حمید مومند تړل مستند روایتونه نه دي ایسېدلي، نو ئې د علمي احتیاط له مخي دونه قدر لیکلي دي چي حمید مومند په ماشو خېلو کي اوسېدلی دئ. په داسي حال کي چي په ( ماشوخېل کلي) کي د حمید استوگنه هم د راورټي له خولې بې سنده خبره وه.

ددې ماشوړې د خلاصولو له پاره د پېښور محققینو، اجمل خټک، دوست محمد خان کامل، خیال بخاري او ډاکټر انوارالحق په ۱۹۴۹ع کال یو لړ څېړنیزي مقالې وکښلې چي په هغو کي ئې ( ماشوخېلو) ته د حمید مومند د انتساب خبره وڅېړله او نتیجه ئې داسي ترلاسه کړه چي د حمید په خپل کلام کي د ” ماشو” له نامه څخه مراد ماشوخېل کلی نه دئ، بلکي مقصد ئې ” ماشوگگر” کلی دئ چي د پېښور اوسېدونکي ئې اوس هم ( ماشو) بولي. دا کلی له پېښور ښار څخه زیات و کم نهه میله لیري پر کوهاټ روډ باندي پروت دئ ( ورکه خزانه ــ ۱ / ۴۰۲).ددې سخرغوټي د لا سپڼلو په نیامت ارواښاد اجمل خټک په هماغه وخت کي ” ماشوگگر” کلي ته ولاړ. اجمل خټک د خپل دغه سفر د مشاهداتو لومړۍ برخه اته نهه کاله وروسته په (رهبر) مجله ( ۲۳گڼه  ، ۱۲ ـ ۱۳ مخونه ، ۱۹۵۸ع کال) کي خپره کړله چي دغه برخه ئې زما مخ ته همدا اوس پرته ده. اجمل خټک په دې لیکنه کي وایي : ” دا د کال نولس سوه یوکم پنځوسم د مئ د ورځو شپو خبره ده. زه د پېښور رېډیو کښې نوکر ووم او بالا ماڼۍ [کښې]اوسېدم … دوست محمد خان کامل صاحب به بالاماڼۍ ته اکثر تلو راتلو …. یوه ورځ زه او کامل صاحب د فارغ صاحب سره ناست وو د پښتو په ادب او تاریخ مو خبرې اترې کولې … ماته کامل صاحب اووې چه نور خو نور تاهم خپله مقاله کښې د حمید بابا (رح) په حقله څرگنده غلطي کړې ده. دادی د حمید بابا کلی ددې ځایه څو میله لرې پروت دی او تاهم پخپله دا نه دی معلوم کړی چه حمید بابا د ماشوگگر وو که د ماشوخېلو او د نورو په تقلید کښې دې لیکلي دي چه حمید بابا د ماشوخېلو وو، او حال دا چه دا نازک خیال شاعر د ماشوگگر دی” . اجمل خټک تر دې وروسته زیاتوي چي دی د نومبر پر لسمه سهار پر سائیکل باندي ماشوگگر ته روان سو. هورې ئې د حمید د کور کهول او قبر په باب لټوني وکړې. ددغو هلوځلو په نتیجه کي ئې د حمید مزار پیدا کړ او وروسته ځینو خواخوږو دغه مزار له خوار زار حالت څخه راوایست او پوخ قبر ئې ورباندي جوړ کړ چي تر ننه ئې مزار ته علاقمندان ورځي او مشاعرې پر جوړوي. د ارواښاد دوست محمد خان کامل له خولې مستقیم روایت داسي دئ چي ” د ماشوگگر د بهلول زو په هدیره کي د حمید په نامه قبر جوړ شوی دئ …. بهلول   زي په عامه اصطلاح خلک بالړزي تلفظ کوي.” ( وگ : د عبدالحمید مومند دېوان ـ سریزه ـ ۲۱ مخ، ۱۳۶۳ هـ ش ـ کابل)

د حمید مومنددېوان کومي خطي نسخې چي تر اوسه موږ ته د کورنیو او بهرنیو فهرستو او کتلاکو له مخي معلومي دي، په هغو کي کاتبانو د حمید له نامه سره ( ماشوخېل) لقب نه دئ لیکلی. خو په مقابل کې بیا د نیرنگ عشق د هغي خطي نسخې په پای کي چي په کابل پوهنتون کي خوندي وه،داسي لیکل سوي دي :” … هذه القصة المشرفة المکرمة … انیس العلماء اخوند عبدالحمید مرحوم متوطن گگر ….” ( وگ : د عبدالحمید دېوان ـ سریزه ـ ۱۰۳ مخ). دغه راز د نیرنگ عشق د هغي چاپي نسخې پر لومړۍ پاڼه چي په ۱۲۸۴هـ ق کال د پېښور په مصطفایي مطبعه کي چاپ سوی دئ ” تالیف د عبدالحمید مومند د ماشوگگر” لیکل سوی دئ. ( وگ : د عبدالحمید دېوان ـ سریزه ـ ۹ مخ)

تر دغو څېړنیزو فعالیتو او لیکنو وروسته چي ما ئې یادوني وکړې، بیا هم د حمید مومندله نامه سره د ( ماشوخېل) لقب تړلو اعتیاد تر اوسه  لا هم روان دئ او له بده مرغه زموږ مشهور محققین ئې لا هم پسي پالي. زما له زلمیو لیکوالو او څېړونکو څخه هیله داده چي نور د حمید مومند له نامه سره دغه غیرلازمي لقب ونه تړي.

حمیدمومند د اشعارو یو خوندور دېوان لري. دغه راز ئې د فارسي نیرنگ عشق او شاه گدا کیسې په پښتو نظم ژباړلي دي او د شرعة الاسلام په نامه ئې یو بل متنازع فیه اثر هم د پوهاند علامه رشاد پر لاس را ښوول سوی دئ. زما ددې لیکني موضوع د نیرنگ عشق څېړنه او پلټنه ده. لومړی به ددغه داستان پر فارسي اصل او د هغه پر ناظم وږغېږم

( نوربیا)

One thought on “نیرنگ عشق؛ په شعر کي د حمید مومند د کمال او جمال هنداره”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *