تاند- د میدان وردک ولایت په مرکز میدانښار کې یوې انتحاري حملې لږترلږه ۷ تنه شهیدان او ۳۷ نور ژوبل کړل.
د وردک د والي ویندوی عبدالرحمان منګل رسنیو ته وویل چې انتحاري حمله کوونکي له چاودېدونکو موادو ډک موټر نن /شنبه/ سهار د پولیسو یوه مرکز ته نژدې والوزاوه.
د میدانښار د روغتون ډاکتران تاییدوي چې د لسګونو ټپیانو ترڅنګ د ۷ تنو مړي وروړل شوي دي.
ډاکتران وايي چې په وژل شویو کې ۴ ملکیان او ۳ پولیس دي.
د وردک د والي ویندوی ښاغلی منګل وايي چې چاودېدونکي مواد په یوه سراچه موټر کې ځای پر ځای شوي وو او د سهار په ۷ بجې او ۳۰ دقیقې وچاودول شول.
د سیمې اوسېدونکي وايي چاودنه دومره زوروره وه چې د شاوخوا کورونو شیشې او ځینې کړکۍ ماتې شوي دي.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې دا برید دوی کړی او په لسګونو کسان یې وژلي دي.