د کوڅې څراغ یې بیا مات کړی. کوڅه تیاره ده. څرپی دی. ورته غلی شوم، څرپا ورکه شوه. د ونې شاته تاو شوم. د ډیران له خوا یو سړی زموږ د کور تر مخ تیر شو ورګړندی شوم، معلم و، زموږ ګاونډی. ورته ومې ویل:
-خیریت
په لاس کې یې یو شی و هغه یې شاته ونیو، په پوړیدلي غږ یې وویل:
– هسې څه نه…
له دوکانه راوړی ګروپ مې ورته ونیو:
– ستاسو زینه لوړه ده ته یې راواخله چې د دې څراغ غم دستي وخورم
– پنځه ځله خو یې مات کړ څه یې کوې پیسې درباندې زیاتې شوي
– اوس خو مې څراغ ورته اخیستی
-په کور کې به مو پکار شي
– د امنیت لپاره هم ښه دی چې د کورونو مخه مو رڼه وي
– دلته یې والله که بیا پریږدي ماتوي یې
-چې دا به د چا کار وي
-څه یې کوې چې خلک څارې
– تو خو هغه زینه راوباسه
– له خلکو سره کار مه لره په جنجال وانه وړې وخت خراب دی
دی شا شاته روان شو په خپل کور ننوت.
د کوڅې د بر سر خوا رڼه ښکاریده. یو موټر له هغې خوا راغی څراغونو ته یې زما سترګې وبریښیدې.
معلم لا نه و راوتلی، دروازه مې وټکوله. ده زینه څراغ ته کیښوده:
– دا دی څراغ خو به کیږدې بیرته به یې مات کړي
ما څراغ په هولډر کې تاو کړ. چې د کور ور مې پرانیست غولی مو لا ورته روڼ شو. د تشناب خواته ولاړم. کور ته مو ډبره راولویده. د دیوال بیخ ته ودریدم. د کوڅې له خوا بله ډبره راغله. په منډه وروتم. معلم صاحب و څراغ یې پر ډبره ویشت. پرې چیغه مې کړه:
– لیونی یې!
موټ یې له ډبرو ډک و هغه یې واچولې. ولې؟ لاندې یې وکتل. اوږه مې وروخوځوله. په ټیټ غږ یې وویل:
-زه له ډیرانه د شپې خواړه ټولوم څراغ ته ښکارم.
پای