تاند- وسله والو طالبانو نن /یکشنبه/ هلمند ولایت ته د ولسمشر غني له سفر سره په یو وخت پر لشکرګاه ښار راکټ وویشت.
د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک وايي، د سهار په ۹ بجې د ولایت له ودانۍ ۲ کیلومتره لېرې یو راکټ ولګېد.
ولسمشر غني مخکې تر مخکې هلمند ته خپل سفر اعلان کړی و.
شاهدان وايي چې د طالبانو له لوري د ویشتل شوي توغندي له کبله مرګ ژوبله یا مالي تاوان نه دی پېښ شوی ځکه چې پر تش میدان لګېدلی دی.
له راکټي بریده وروسته افغان هوايي ځواک هغه ځای بمباري کړ چې راکټ ورڅخه ویشتل شوی و.
طالبانو د برید مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې هدف یې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني و.
ولسمشر غني د هلمند د سفر په لړ کې د دغه ولایت په امنیتي وضعیت کې د پخوا په پرتله پر راغلي ښه والي خوښي ښکاره کړه.