ټاکنو ته درې ورځې پاتې دي او تمه ده چې نږدې نهه میلیونه په شرایطو برابر کسان د شنبې په ورځ د میزان په ۲۸مه نیټه د رای اچونې مرکزونو ته لاړ شي او د خپلې خوښې نوماند ته رای وکاروي.

لکه څنګه چې د رای اچوونکو د نوم لیکنې پرمهال ترهګرو ډلو خلکو ته خبرداری ورکړ چې نوم لیکنه و نه کړي او بریدونه به پرې وکړي، اوس یو ځل بیا ترهګرې ډلې خبرداري ورکوي چې خلک په ټاکنو کې له ګډون راوګرځوي.

هغه مهال د رای اچونې لپاره له نهه میلیونه زیاتو خلکو نوم لیکنه وکړه او افغان ځواکونه واتوانیدل چې د نوم لیکنې د مرکزونو امنیت خوندي کړي.

د ترهګرو له ګواښونو سره ـ سره خلک لاړل او نوم لیکنه یې وکړه چې خپله رای وکاروي، دا د ترهګرو ډلو لپاره د شرم خبره وه چې په دومره کچه ولسونو خپل نومونه ولیکل او په ټاکنو کې یې د ګډون اعلان وکړ.

اوس چې د رای اچونې ورځې لپاره خلک چمتووالی نیسي، ترهګرو ډلو بیا اعلامیې خپرې کړي او خبرداری یې ورکړي چې خلک له رای اچونې راوګرځوي، خو داسې ښکاري چې خلکو دا ځل هم د ترهګرو اعلامیه بابیزه ګڼلې او د خپلې خوښې نوماند ته د شنبې په ورځ رای کاروي.

دا د افغانانو قوت ښيي چې ترهګر یې په هیڅ ډول ګواښونو له خپل حق نه شي راګرځولی، رای د خلکو حق دی چې د خپلې خوښې استازي د پارلمان لپاره غوره کړي او ولس تیار دی چې له ګواښونو سره ـ سره په ټاکنو کې ګډون وکړي.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هم په ټول هېواد کې د ټاکنو د امنیت لپاره ګمارل شوي او شپه ورځ ویښ پاتې دي چې د رای اچونې د مرکزونو او رای اچوونکو امنیت خوندي کړي.

افغان ځواکونو خلکو ته ډاډ ورکړی چې رای وکاروي او دوی به یې په هر اړخیز ډول امنیت ډاډمن کړي او هیڅ ترهګر ته به چانس ور نه کړي چې ګډوډي جوړه کړي.

ترهګرې ډلې ځکه خبرداری ورکوي چې خلک په رواني لحاظ باندې زیانمن کړي او یو ډول ویره خپره کړي، خو خلک چې په جګړه کې رالوی شوي دي، هیڅ ډول ګواښ ته ځان نه ورکوي او په افغان ځواکونو باور لري چې امنیت به یې خوندي کړي او خپله رای به وکاروي.

که ټول هغه کسان چې نوم لیکنه یې کړې او رای وکاروي، دا به ترهګرو ته ستره ماتې وي چې ټول عمر به یې یاد ساتي.

افغان ملت یو ملت دی او باید په ټاکنو کې ثابته شي چې په افغان ځواکونو باور شته او د ترهګرو خبرداري د وریځو اوښان دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *