د پښتون ژغورنې د بنو غونډه

تاند- پښتون ژغورنې غورځنګ نن یکشنبه/ د حکومت له مخالفتونو سره سره د خیبرپښتونخوا په بنو ښار کې ستره غونډه جوړه کړه.

اټکل کېږي چې شاوخوا ۳۰ زره تنه په دې غونډه کې رایوځای شوي چې په پاکستان کې له پښتنو سره د پوځ او استخباراتو د زور زیاتې پر ضد ږغ پورته کړي.

غونډې ته د منظور پښتین وینا:

د جولای په میاشت کې د پاکستان له ټولټاکنو سره د پښتون ژغورنې غورځنګ سترې غونډې کمې شوې وې او دا د دې غورځنګ لومړنۍ ستره غونډه ده چې له انتخاباتو راوروسته کېږي.

د غورځنګ غړي او پلویان وايي چې حکومت په راز راز پلمو د دوی د غونډو مخه نیسي. د دوی په وینا یو ځل د بنو دولتي ادارې وویل چې پر غونډو او لاریونونو یې بندیز لګولی، بیا یې وویل چې په لوبغالو کې غونډو ته اجازه نه ورکوي او د دې ترڅنګ یې د غورځنګ غړیو ته خبرداري ورکړي دي.

د پښتون ژغورنې یوه مخکښه غړې ثنا اعجاز وايي چې تر غونډې مخکې خلکو د کلک ملاتړ ژمنې ورکړې وې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري د لسګونو زره بې درکه شویو پښتنو د خلاصون او په پښتني سیمو کې د وژنو او ترور د پای ته رسېدو په شان د لومړنیو بشري حقونو غوښتنه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *