تاند- اپل کمپنۍ تېره میاشت د مک بوک لپ ټاپونو نوی ماډل بازار ته راویست.
د دې لپ تاپونو پروسیسر د اینټل کمپنۍ د (کیبي لیک) اپ ډېټ شوی پروسیسر دی.
د مک بوک ۲۰۱۸ شیشه یا سکرین به ۱۳ اینچه وي او دوه ماډلونه به لري چې د یوه پروسیسر به انټل (Core 15) او د بل (Core iV) وي.
د دغو مک بوکونو چټکتیا ۱ اعشاریه ۶ او ۱اعشاریه ۹ ګیګاهرتزه ده.
د مک بوک د نویو ماډلونو رم ۳۲ ګیګابایټه ډي ډي آر ۴ یا ایل پي ډي ډي آر ۳ دی.